Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/29

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د پلازمېنې کابل په ګډون، ټول هېواد کې د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نېول شوې.

د یاد وزارت چارواکې وايي، د اسلامې امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د امربالمعروف و نهې عن المنکر وزارت په هېواد کې د شاوخوا ۱۰ زره هغو نکاح ګانو مخه نېولې چې د نجونو او ښځو له رضایت پرته تړل کېدې.

دوی وايي، سربېره پر دې په روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې سلګونه نورې ورته قضيي هم له دوی سره ثبت شوې او د خلاصون لپاره تر کار لاندې دي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت  ویاند سیف اسلام خیبر وايي: « د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته په تېرو ۴ کالو کې د ټول هېواد په کچه د۱۰زره جبري نکاح ګانو مخنیوی کړی. دا زموږ د وزارت یوه لویه لاسته راوړنه ده. یوازې په روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې دغه شمېرې سلګونو ته رسېږي چې تر اوسه تایید او نهايي شوې نه دي.»

خیبر دغه راز وايي، په دې کې داسي نجونې هم وې چې د کورنیو له خوا په ډېر کم عمر کې په نکاح ورکړل شوې وي.

د دې ترڅنګ، د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د زرګونو ښځو حقوقي ستونزې یې هم حل کړې دي.

په ورته مهال، ښځې په دې برخه کې د یاد وزارت کړنې ستايي او وایي، ډېرې کورنۍ اوس هم شته چې خپلې لوڼې او خویندې د پیسو په بدل کې د نجلۍ له رضایت پرته واده کوي.

دوی له اسلامې امارت غوښتنه کوې چې هغو کسانو ته دې سزا ورکړي چې خپلي خویندې او لوڼې د پیسو په بدل کې پلوري.

د ښځو حقونو فعاله مدینه محمدي وايي: « موږ د امربالمعروف له دې کار څخه ډېرې خوښې او راضي یو. که په همدې ډول د افغان مېرمنو حقونو ته پاملرنه وشي او د افغانستان ښځې خپلو حقونو ته لاسرسی ولري، دا به د یوه پرمختللي او سوکاله افغانستان بنسټ وګرځي.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسوولینو په خبره، اسلامې امارت د شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ورکولو او خوندي کولو ته ژمن دی.

یاد وزارت له خلکو غواړي چې د هغو کورنیو په اړه معلومات ورکړي چې خپلې لوڼې یا خویندې په بدو کې ورکوي او یا یې هم د پیسو لپاره د نجونو له رضایت پرته په نکاح ورکوي، ترڅو د دې کارونو مخه ونیول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist