Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/29

د خوست په غرونو کې له طبیعي ځنګلونو سربېره داسې بډایه شتمنۍ پرتې دي چې ښايي په نږدې راتلونکي کې ددې سېمې د اقتصادي ځان بسیاینې سبب شي.

د دې کاني زېرمو د موندلو تر شاه د هغه چا کیسه خورا حیرانوونکې ده چې د همدې کاني زېرمو موندلو برخه کې یې زیاتې هڅې کړې.

د خوست کانونو او پټرولیم ریاست د جیو ساینس عمومي مدیر طایب شاه برلاس وايي: « موږ په دوه مندو او سپېرې ولسوالیو کې سره زر وموندل. همدارنګه په خوست کوارس، پیډوټ، ګرین ګرنېټ، جسپر، مګنیز، تالک، کلسېټ، سرب او جست لرو .»

د انجینر طایب شاه برلاس او خوست کانونو ریاست په هڅو، تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو ۴۰ نوی کاني زېرمې تثبیت او موندل شوې دي؛ هغه شمېر چې د خوست د کانونو په تاریخ کې بې‌ساری بلل کېږي.

طایب شاه برلاس په دې اړه وايي: « هغه زېربناوې چې موږ یې په خوست کې تشخیص کوو یا یې اړتیا وینو، نو که موږ په دې برخه کې ځینې معدنیات مقایسه کړو، عواید یې کولی شي له موږ سره تر ډېره حده خوست خودکفا کړي او که بیا د دې ولایت ټول معدنیات وسپړو ، د هېواد په کچه به د عوایدو سترې سرچینې شي.»

نوموړی همدا راز هیله من دی  چې که په دې برخه کې شته اړتیاوې درک شي، ښايي د دې ولایت په ګڼو نورو سیمو کې هم د ورته کاني زېرمو د تثبیت او موندنې پراخ فرصتونه رامنځته شي.

د خوست کانونو او پټرولیم ریاست د جیو ساینس عمومي مدیر  زیاتوي: « د خوست په قلندر، موساخېلو، نادرشاه کوټ او سپېرې ولسوالیو  کې ځینې سیمې او دغه راز د علي شېرو ولسوالۍ یو شمېر سیمې پاتې دي چې پلان لرو په ۱۴۰۵ کال کې یې سروې بشپړه کړو او نورې کاني زېرمې هم پیدا کړو.»  

د ځایي مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دې ولایت کې د کرومایټ ډبرو د قانوني استخراج چارې روانې دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې د سرو زرو قانوني استخراج هم پيل شي.

مسوولین ټینګار کوي چې له دې سره هم مهاله به په خوست کې د کاني زېرمو د لا پراخې پلټنې لپاره خپلې هڅې نورې هم چټکې کړي، ترڅو دا طبیعي شتمني د ولایت او هېواد اقتصادي ودې لپاره په اغېزمن ډول وکارول شي.

د خوست کانونو او پټرولیم رییس صادق جان حمزه وايي: « د خوست په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په دومره لوی تعداد معدنیات کشف شول. د دغو کانونو له ډلې دا مهال د څلورو معدونو فعال قراردادونه لرو چې دوه یې په ګربزو ولسوالۍ، یو په تڼیو او یو هم په ځاځي میدان ولسوالۍ کې دي. د خوست کانونو ریاست انجینرۍ ټیم هڅه کوي نور کانونه هم کشف کړي.»

خوست کې د کاني زېرمو له دې موندنو سره باور دا دی چې دا به نه یوازې د دې ولایت اقتصادي ځان‌ بسیاینې ته لار هواره کړي بلکې تمه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په پراخو بنیادي زېربناوو کې نړیوالې پانګونې هم راجلب کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist