د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي دترکمنیستان دلومړي وزیر له مرستیال او بهرنیوچارو وزیر راشد مردوف سره د ویډیوي تماس له لارې خبرې کړې دي.
په دې تړاو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لوریو د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا دواړه اخیزو موضوعاتو او همدا راز په روان میلادي کال کې دافغانستان او ترکمنیستان ترمنځ د راتلونکو پرو ګرامونو په تړاو خبرې کړي دي .
په دغه ویدیوي لیدنه کې امیرخان متقي ددواړو هیوادونو ترمنځ داړیکو پرمختګ مثبت یاد کړی او زیاته کړې چې دافغان حکومت او ترکمنستان ترمنځ معنی لرونکو اړیکو له پیاوړتیا سره دهرات پر لور دټاپي پروژې عملي چارې پیل شوې دي او همدا راز د اوسپنې پټلۍ او ټاپ پروژې د پلي کېدو په حال کې دې دي .
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: « په دغه ویډیويي تماس کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو موضوعاتو، سیمهییزو همکاریو پر پراختیاء او د روان میلادي کال په اوږدو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې اترې وکړې، د هېواد بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ مثبت وباله او ویې ویل چې د اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د معنادارو اړیکو د لاپیاوړي کولو سره اوس د هرات په لور د ټاپې پروژې عملي کار پیل شوی دی او دغه راز یې وویل د وسپنې پټلۍ او ټاپ پروژې د پلي کېدو په درشل کې دي او د دواړو لوریو اړیکې د پراختیا په حال کې دي.»
کارپوهان بیا وایي دکابل او عشق اباد ترمنځ اړیکو ته په کتو ترکمنستان دافغانستان په بهرني اقتصادي محوره سیاست کې ځانګړی ځای لري او د سیمه ییز اقتصاد پر بنسټ د ترکمنستان سوداګریز او اقتصادي ظرفیتونه دافغانستان لپاره زیات مهم دي .
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي: « افغانستان او ترکمنستان او په لویه کې منځنۍ اسیا په سیمه کې د پراختیا تړلتیاوو او اقتصادي کوریدرونو دریځ پاتې شوی دی، منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول ترکمنستان د افغانستان بهرني اقتصاد محوره سیاست کې ځانګړی ځای لري او هغه ظرفیتونه چې د غوړېدلي اقتصاد او سیمهییز اقتصادي نظم پربنسټ باندې ترکمنستان او منځنۍ اسیا لري کابل ته ډېر مهم دي او کابل دغو هوکړو ته د سیمې ثبات په پار ځانګړی اهمیت ورکوي.»
دوي وايي نه یوازې ترکمنستان بلکې دمنځنۍ اسیا له ټولو هیوادونو سره دافغانستان د اړیکو ټینګښت او لا پراختیا له سیاسي، اقتصادي او سوداګریز پلوه دافغانستان لپاره مهم او ګټور دي چې باید په دغه برخه کې افغانستان خپل غوره کړي سیاست سره سم مخکې لاړ شي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « افغانستان د سیمې له هېوادونو سره اړیکې د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې ډېرې مهمې دي، هېوادونه یوبل پر اتکاء لري، په ټولو برخو کې هېوادونه چې غواړي پرمختګ وکړي په یوازې نشې کولای دغه پرمختګونه رامنځته کړي، نړۍ د یوه کلي په توګه په یووېشتمې پېړۍ کې یو له بل سره تړلې ده، له ترکمنستان سره د ټاپې ګازو نللیکې غځونې، برېښنا، تیلو او سون توکو واردولو په برخه کې موږ ډېر زیات څه کولای شو نه یوازې د بسیاینې لپاره دغو وارداتو ته اړتیا لرو بلکې کولای شو چې سویلي اسیا ته یې صادر کړو.»
په دغه ویدیوي تماس کې بیا د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیوچارو وزیر راشد مردوف ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو پر پراختیا خوښې څرګنده کړې او دګډو اقتصادي پروژو دپلي کولو په برخه کې پر ګډ کار دافغان او ترکمنستاني چارواکو د تګ راتګ او په دې تړاو د راتلونکو پروګرامونو په ترسره کولو ټینګار کړی دی.