Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتيا وزارت: هېواد کې نږدې ۵ ميليونه ماشومان او مېرمنې په خوارځواکۍ اخته دي

عامې روغتيا وزارت: هېواد کې نږدې ۵ ميليونه ماشومان او مېرمنې په خوارځواکۍ اخته دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/27

عامې روغتیا وزارت په میندو او ماشومانو کې د حاد خوارځواکۍ مخنيوي او درملنې په موخه د عملي لارښوود تر عنوان لاندې پلان جوړ کړی، چې له مخې به يې د درملنې ترڅنګ په لرې پرتو سېمو کې خلکو ته د خوارځواکۍ په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.
چارواکي له دې امله پر وخت د خوارځواکۍ پر تشخيص او درملنې ټينګار کوي، چې ددوی په خبره په دې ا ړه د بې پروايۍ په صورت پرې د اخته کسانو د مړينې سبب هم کېدای شي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معين عبدالولي حقاني وايي: « وزارت ژمن دی چې دغه لارښود یوازې د مرکز تر کچې محدود پاتې نشي بلکې په عملي بڼه د هېواد تر ټولو لرې پرتو سیمو پورې ورسېږي، زموږ موخه دا ده چې هر روغتیايي مرکز، هر روغتیايي کارکوونکي او هره ټولنه د خوارځواکۍ مخنیوي او مدیریت برخه کې روښانه لار ولري.»
چارواکي دامهال په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳.۷ ميليون تنه يادوي، چې له ډلې يې يو ميليون پر سختې او پاتې ۲.۷ ميليونه يې د منځنۍ کچې خوار ځواکي لري.
د دوی په خبره، په ماشومانو سربېره ۱.۲ ميليونه ميرمنې په ځانګړې ډول میندې هم له خوارځواکۍ کړېږي او زياتوي، چې په يادې ناروغۍ د اخته کسانو درملنې جدي هڅې روانې دي.
د عامې روغتیا وزارت د تغذيي رییس حکمت‌الله معصومي وايي: « د خوارځواکۍ ارقام تقریبا درې اعشاریه اووه میلیونه ماشومان په ۲۴ ولایتونه کې پر خوارځواکي اخته دي چې د هغوی له ډلې یو میلیون په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي، دوه اعشاریه اوه میلیونه په متوسطې سوتغذیې اخته دي او د اویا زره په شاوخوا کې دا په های ریسک اخته دي چې له متوسطې سوتغذیي څخه شدید ته روان دي.»
ملګري ملتونه بيا ډاډ ورکوي، چې پر خوارځواکۍ اخته افغان ماشومان او ميندې يوازې نه پرېږدي او په درملنه کې به يې پوره همکاري کوي.
په افغانستان کې يونېسف استازی تاج‌الدين اویوالي وايي: «موږ ټول په ګډه هڅه کوو،چې په افغانستان کې د وګړو په ځانګړي ډول د خوارځواکو ماشومانو لاسنیوی وکړو. موږ په دې برخه کې په ګډه او په پوره همکارۍ سره مخته روان یوو او دا څه د ځان لپاره ویاړ ګڼو، چې په افغانستان کې دننه د ماشومانو ژوند او راتلونکي په اړه کار کوو. موږ په دې برخه کې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت هم مننه کوو، چې زموږ ژمنو او همکاریو ته یې زمینه برابره کړې ده.»
عامې روغتيا وزارت که څه هم په خوارځواکۍ د اخته کسانو په درملنه کې له خپلو ټولو امکاناتو د کټې اخيستنې ډاډ ورکوي، ترڅنګ يې له نړيوال مرستندويانو هم غواړي، چې په دې برخه کې دې له افغانستان سره بشپړه همکاري وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist