د جلال اباد ښاروالي وايي، د شپې له خوا د دې ښار په ټولو ناحیو کې د واټونو او عامه ځایونو روښانه کولو په موخه دا پيل شوې پروژه به د راتلونکي کال تر پایه بشپړه شي.
د ښاروالۍ د چارواکو په خبره، د دې پروژې پلې کولو لپاره ۲۳ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې او د جلال اباد ښاروالۍ له عوایدو ورکول کېږي.
جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس وحید الله مخلص وايي: « د راتلونکي کال تر پایه به د دې پروژې ټول کارونه سرته ورسېږي . د دېې پروژې ټول لګښت ۲۳ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او ټول د جلال آباد ښاروالۍ له داخلي عوایدو څخه ورکول کېږي. دا پروژه له لومړۍ ناحیې څخه نیولې همداسې په نورو نواحیو کې هم پلې کېږي.»
د جلال اباد ښار اوسېدونکي د دې پروژې پلي کولو ته خوښي څرګندوي، خو د برېښنا اوسني وضعیت او بې ساري پرچاوۍ ته په کتو وايي، دا پروژه هله بریالۍ کېدای شي چې وړاندې ترې د برېښنا کمښت ستونزه حل شي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی عتیق الله وايي: « دا د جلال اباد ټولو ښاریانو لپاره ښه خبر دی. الله دې وکړي چې دا پروژه د ښار نورو برخو ته هم وغځول شي؛ ترڅو د ټولو ښاریانو لپاره اسانتیاوې رامنځته شي.»
د جلال اباد اوسېدونکی رحمت الله وايي: « د دې پروژې لپاره باید یا جنراټور ۲۴ ساعته ولګول شي یا هم د درونټي بند برېښنا ورته ۲۴ ساعته ولګوي. که په ولایت او امنیه قوماندانۍ کې برېښنا وي، دلته هم باید وي. داسې نه کېږي چې پایې ولاړې وي، خو برېښنا ونه لري. دا پروژه خدمات او څارنه غواړي، هر وخت باید دا څراغونه ترمیم شي.»
له بلې خوا، د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین وايي، د دې پروژې لپاره یې د برېښنا غمه هم خوړلې او د مرکزي حکومت په شمول یو شمېر موسسو ورسره د برېښنا د ستونزې هوارولو په برخه کې ژمنې کړې.
د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس وحید الله مخلص وايي: « له ارغندۍ سب سټېشن څخه برېښنا را روانه ده او زموږ د ښار ډېرې ستونزې به ورسره هوارې شي. همدارنګه، په شمال کې له ګاونډیو هېوادونو سره خبره شوې او امکان شته چې موږ له کابل څخه هم یو ځانګړی لین برېښنا راکړل شي. د دې ترڅنګ، له موږ سره په دې پروژه کې یو شمېر موسسې هم شاملې دي چې په کې یواېنهبیتات او یونفس شاملې دي. یواېنهبیتات موږ ته په ځینو ناحیو کې لمریزه برېښنا برابره کړې او په کومو ناحیو کې چې نه شته، راتلونکی کال یې د چمتو کولو پلان لرو.»
جلال اباد ښار کې د لایټنګ د دې پروژې بریالي کولو په موخه د برېښنا شتون موضوع داسې مهال مطرح کیږي چې اوسمهال ښاریان د برېښنا له ډېرې پرچاوۍ شکایت کوي او په خبره یې، په یوه شپه او ورځ کې ښاریان یوازې ۸ ساعته منظمه برېښنا هم نه لري.