Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ا.ا منلې چې له امریکا سره یې د بندیانو پر تبادلې خبرې روانې دي

ا.ا منلې چې له امریکا سره یې د بندیانو پر تبادلې خبرې روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/27

د اسلامي امارت چارواکو سي‌بشي‌اېس نیوز ته منلې چې له امریکایي لوري سره یې د بندیانو پر تبادلې خبرې روانې کړې، خو تراوسه وروستي پړاو ته نه‌ دي رسېدلې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ياد ټلوېزيون ته ویلي،چې حکومت په دې اړه له امریکا سره د روانو خبرو عملي پایلو ته د رسېدو هیله لري، څو د دواړو لوريو بنديان خوشي شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « د افغانستان حکومت د امریکا له متحده ایالاتو سره پر هغو خبرو ولاړ دی، چې تر اوسه شوې دي. دا هم باید یادونه وشي چې ځینې افغانان په ناحقه د امریکا له خوا نیول شوي او لا هم هلته بندیان دي. د هغوی برخلیک او د کورنیو کړاوونه یې د نورو بندیانو له حالت سره ورته دي. موږ هیله لرو چې دا خبرې باید عملي پایلې ولري او وروستۍ هوکړې ته ورسېږي، څو د دواړو لورو بندیان خوشې شي.»
په ورته مهال د افغان او امریکایي بندیانو په تړاو امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم خبر ورکړی، چې امریکایي لوري له اسلامي امارت سره د زندانیانو تبادلې په تړاو خبرې کړې دي.
دغه ورځپاڼه د خپلو سرچینو له قوله وایي، اسلامي امارت له امریکایي لوري سره په خبرو کې منلې چې دوه امریکایي زندانیان به ډېر ژر خوشي کړي، خو امریکا بیا د خپلو د درې بندیانو غوښتنه کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې له دوی سره یوازې دوه امریکایي زندانیان شته او چمتو دي چې کومې موافقې ته د رسیدو په صورت کې یی تبادله کړي.
مجاهد همدارنګه زیاته کړې، چې له امريکا سره باید د افغان زنداني محمد رحیم مسئله هم روښانه شي چې اوس‌مهال په ګوانتانامو کې بندي دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «موږ غواړو دا دوه امریکایي بندیان خوشې شي او په ورته وخت کې د هغه بندي د برخلیک وضاحت وشي چې په ګوانتانامو کې دی. زموږ بندي باید خوشې شي.»
دغه افغان بندي محمد رحیم نومیږي او تورن دی چې د القاعده شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن لپاره يې د پیغام وړونکي او ترجمان په توګه کار کړی دی.
نیوریاک ټایمز ورځپاڼې بیا د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر له قوله هم ویلي دي، چې هېڅ امریکایي بندي یې په مذاکراتو کې د فشار لپاره نه ‌دی نیولی.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي: « موږ د دې مسالې د حل ملاتړ کوو او غواړو هر څه ژر ترسره شي. موږ هېڅکله څوک د دې لپاره نه نیسو، چې له دوی سره معامله وکړو. موږ غواړو له امریکا سره په ټولو برخو کې پرمختګ وکړو،چې په کابل کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل او امنیتي همکاريو پیاوړتیا پکې شامل دي.»
نیویارک ټایمز دغه راز ادعا کوي، چې د زندانیانو پر سر له تېرو څو میاشتو راهیسې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ پټې خبرې روانې دي، چې د ورځپاڼې په باور، د زندانیانو مسئله د متحده ايالاتو ولسمشر ته خورا ارزښت لري او دا څه د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د سیاسي تعامل لپاره هم مهم دي.
د چارو څارونکي هم دې ټکي ته په اشارې وایي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د سیاسي تعامل لپاره اړتیا ده چې دواړه لوري بندیان تبادله کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم دغه ډول اړیکې او فرصتونه دا ښيي چې امکان دې ولري د امریکا او طالبانو ترمنځ راتلونکې خبرې رغونکې وې، زلمي خلیلزاد او حتا د هغه میرمنې د دغو خبرو پخلی کړی دی چې په راتلونکې کې دیپلوماتیکه رغونه کې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې ښې شي.»
یو شمېر نور د چارو څارونکي بیا وایي، که څه هم د امریکا لپاره د بندیانو ازدولو خورا مهم دي، خو په خبره یې، د افغانستان او امریکا ترمنځ د سیاسي تعامل په برخه کې یوازې د بندیانو تبادله نه، بلکې نور ګامونه هم شته چې دواړه لوري يې باید پورته کړي.
د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د دغو زندانیانو خوشې کول به د امریکا او امارت ترمنځ روابط رسمي کړي زه په دې کې شک لرم، زه فکر کوم شاید طالبانو ته ځینې امتیازات ورکړي، پیسې ور ولېږې، خو فکر نه کوم د بندیانو ازادول دې د طالبانو رسمیت پېژندنې ته لار خلاصه کړي.»
موده وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي هم ویلي و، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د سیاسي تعامل په برخه کې د بندیانو خوشي کول مهم رول لري.
نیویارک ټایمز ته د اسلامي امارت چارواکو منلې،چې دوی یوازې دوه بندیان لري چې ډینیس والتر کوایل او پولینیسس جکسن دي او د امريکا د ادعا له مخې، درېیم افغان‌الاصله امریکایي وګړي محمود حبیبي په اړه معلومات نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist