Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریالانو ملاتړ درېیو بنسټونو جوازونه تمدید او پاتې لغو کړل

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریالانو ملاتړ درېیو بنسټونو جوازونه تمدید او پاتې لغو کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/27

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو له ډلې یې د درېیو هغو جوازونه تمدید او د پاتې نورو يې د خبریالانو پرله‌پسې شکایتونو او غیرمسلکیتوب له‌ امله لغو کړي دي.

د دې وزارت چارواکي زياتوي، په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ بنسټونو  هر اړخیزه ارزونه شوې او په پایله کې یې یوازې درېیو  بنسټونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي زیاتوي، دا ارزونه د خبریالانو او رسنیو د پرله‌پسې شکایتونو له ارزولو وروسته شوې او څرګنده شوې چې د ډېرو بنسټونو مسوولینو د غیرمسلکیتوب له امله، د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته حل په ځای، هغوی ته ستونزې زیږولې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وياند خبیب غفران وايي: « د رسنیزو ملاتړ بنسټونو پر وړاندې د خبریالانو او رسنیو د پرله پسې شکایتونو  او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ارزونو پلان له مخې، جوته شوه چې د رسنیو ملاتړ بنسټونو کثرت، د دغو بنسټونو د مسوولینو غیر مسلکيتوب، نه یوازې دا چې د خبریالانو او رسنیو ستونزې نه دي حل کړې بلکې د دغو نهادونو نړیوال اعتبار او حیثیت ته یې زیان هم اړولی دی. په دې کې داسې بنسټونه هم وو چې له څه مودې راهیسې یې فعالیتونه درېدلي وو.»

د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ، افغان مطبوعاتي مرکز او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه هغه درې بنسټونه دي چې د فعالیت جوازونه یې تمدید یا غځول شوي دي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه وایي، هڅه کوي د تېر په څېر د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ او فعالیت په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ریيس جمیل وقار وايي: « د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه هغسې چې په تېرو ۱۷ کالو کې یې د رسنیو د ملاتړ لپاره کار کړی، بیاهم ژمنه کوي چې په افغانستان کې د رسنیو د تقویې او خبریالانو د ملاتړ لپاره مسوون چاپېریال رامنځته او د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي او دغه راز دوی ته د فعالیت ښه زمینه برابره کړي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه راز وایي، یادو بنسټونو په نړیواله کچه د افغانستان د رسنیزو بنسټونو باور ته زیان رسولی و او یو شمېر یې له څه مودې راهیسې غیرفعال وو.

ځينې خبریال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دې تازه ګام هرکلی کوي او وایي، يو شمېر دا ډول بنسټونو یوازې د خبریال په نوم پروژې اخستې، خو دوی ته یې حقونه نه ورکول.

خبریال عبدالرقیب سایل وايي: « موږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا پرېکړه ستایو؛ ځکه له دې وړاندې د افغان خبریالانو په نوم ملاتړ ادارو هېڅ ډول خدمت نه و کړی او لا یې په اړه د خبریالانو شکایتونه موجود وو. دوی د خبریالانو حقونه ضایع کول او حتا خوړل یې.»

خبریال احسان‌الله ولسمل وايي: « یوه اساسي ستونزه دا ده چې د دې بنسټونو شمېر ډېر دی، هم د هېواد په داخل او هم بهر کې ګڼ شمېر دا ډول بنسټونه شته. اساسي ستونزه دا ده چې خبریالانو ته یې په درد نه دي خوړلي. موږ تاسو ولیدل چې ځینو بنسټونو د خبریالانو او رسنیو په نوم پروژې راوړې، خو د خبریالانو او رسنیو هېڅ ډول درد یې دوا نه کړ.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یادو مواردو ته په کتو د دې وزارت رهبرۍ پرېکړه کړې چې د هېواد په کچه یوازې د درېیو بنسټونو جوازونه تمدید او د پاتې هغو جوازونه لغو کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه راز ویلي، یاده پرېکړه به له یوې خوا د خبریالانو او رسنیو د حقوقو پر خوندیتوب سربېره، د خبریالانو او رسنیو په نوم د ناوړه ګټې‌اخستنې مخه ونیسي او له بلې خوا به د ملاتړ بنسټونو فعالیتونه ګټور او منظم شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist