Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي

پښتین: تیرا کې روان پوځي عملیات د پښتنو ځورولو او لوټلو لپاره پلان شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/26

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر یوځل بیا په تيرا او کرمه کې د پاکستان د پوځ پر روانو پوځي عملیاتو سختې نیوکه کړې.

منظور احمد پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه په دې اړه تند احتجاج کړی او له وسله‌والو سره د مبارزې په نوم له خپلو مېنو د پښتنو جبري ایستل او بېځایه کول یې د پاکستان ریاست اصلي پالیسي بللې.

نوموړي وایلي، پوځ په یوه او بله پلمه هلته د پښتنو پر وړاندې ظلم او جبر روان کړی او موخه یې یوازې د هغوی ځورول، سپکاوی او د شتمنیو لوټل ده.

منظور احمد پښتین ویلي: « د پوځي عملیاتو په نوم د پښتو د شتمنیو او وسایلو لوټ تالان او د هغوی سپکاوی او ځورول د پنجابي پوځ او سیاسي رهبرۍ اصلي پالیسي ده. دوی د دې کار لپاره د انساني حقونو خلاف له محکمو د وسلې او ابزار په توګه کار اخلي.»

پښتین دا هم ویلي چې هلته روان وضعیت خلک له رواني ناروغۍ او ذهني عذاب سره مخ کړي. هغه د پاکستان ریاست نه یوازې د پښتنو او بلوڅانو بلکې د ټول انسانیت دښمن بللی او له هرې ممکنه لارې يې پر وړاندې د درېدو غږ کړی.

د تیرا اوسېدونکي په ساړه ژمي او وژونکې یخه هوا کې د پوځ له خوا د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو بېځایه کول او له خپلو کورونو شړل بشري جنایت بولي او وايي، که د جبري بېځایه کولو مخه ونه نیول شي، انساني فاجعه به رامنځته شي.

د تیرا یو تن اوسېدونکی وايي: « نن د کورمې او تیرا ماشومان، ښځې او بوډاګان په دې واوره کې پراته دي. دا زما په واورو کې حصار واړه ماشومان که د پنجاب بچیان وای، اوس به په پخو کورونو کې ناست وو، خو دا چې د پښتنو بچي دي، ځکه یې په واور کې حصار کړي. زموږ خلک په واورو کې پراته دي او کورونو کې مو حکومت نظامي عملیات کوي.»

بل پلو، د چارو شنونکي وايي، پوځ په قصدي ډول دغه وخت ځکه په تيرا کې د پوځي عملیاتو لپاره ټاکلی چې له یوې خوا د خلکو له مجبورۍ زیاته استفاده وکړي او له بلې خوا په راتلونکي کې وسله‌والو ډلو ته د ځای پر ځای کېدو زمینه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « له پاکستان څخه د دوستۍ تمه نه کېږي، د دوی حکومت دا کار د دښمنۍ لپاره کوي. له یوې خوا پښتانه په ډېر ناوړه حالت کې له خپلو کورونو څخه وباسي او له بلې خوا غواړي په دې سیمو کې د داعش وسله وال ځای پرځای کړي. دوی دغه کار له دې وړاندې د بلوچستان په مستونګ کې وکړ او اوس غواړي دلته یې وکړي.»        

له دې ټولو سره، د پاکستان اطلاعاتو وزارت په یوه اعلامیه کې د پوځ او فډرالي حکومت له لوري د یادې سیمې د اوسېدونکو جبري بېځایه کولو موضوع رد کړې ده.

د پاکستان اطلاعاتو وزارت ویلي: «دغه ادعا بې اساسه، پر ناسمو باورونو ولاړه او د ځانګړو موخو لپاره مطرح شوې چې موخه یې په خلکو کې د وېرې خپرول، د امنیتي ادارو پر ضد د ناسمو معلوماتو ورکړه، شخصي او سیاسي اهدافو ته رسېدنه ده. د فډرالي حکومت او یا پوځ له خوا په تېرا کې خلکو ته د سیمو د پرېښودو په تړاو هېڅ‌راز حکم نه دی شوی.»

دا هرڅه داسې مهال دي چې د پاکستان پوځ له تېرو څو اوونیو راهیسې په تیرا دره او کورمه کې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملیاتو په نوم، د پښتنو کلي او کورونه په نښه کړي او زرګونه ځايي اوسېدونکي یې له خپلو مېنو جبري بېځایه کېدو ته اړ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist