Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هوا سړه، خو د کابل پر سړکونو د ګرمو خواړو بازار تود شوی

هوا سړه، خو د کابل پر سړکونو د ګرمو خواړو بازار تود شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/26

د ژمي په دې سړه هوا کې دا تاوده تفتونه پېرودونکي د ځان په لور راکاږي. دا د سړک پر سر د هغو پخېدونکو خواړو تفت او بړاس دی چې خلک يې زیات خوښوي. ممکن د خوښولو يو لامل یې ټيټه بيه هم وي، خو ډېری پېرودونکي یې بیا د ژمي سړه هوا په ګوته کوي.

خلک دلته یوازې په ۲۰ یا ۵۰ افغانیو کولی شي د سړک پر سر خواړه وپېري او ځان پرې موړ کړي.

د کابل اوسېدونکی عزیزالله وايي: « هوا سړه وه او چې دا تودې پراټې مې وخوړې، ایله پرې تود شوم. زه هر سهار چای له پراټو سره خورم..»

د پراټو پخولو تبۍ ته ولاړ فضل مولا وايي، له څو کلونو راهیسې هر سهار د شېدو چای له پراټو سره پلوري. ۳۰ کلن فضل مولا زیاتوي، هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پراټې او په همدې اندازه د شیدو چای پلوري او د کورنۍ ګوزاره یې پرې روانه ده.

په کابل کې د وروستۍ واورې له ورښت وروسته د فضل مولا روزګار نور هم ښه شوی او وايي، په یخه هوا کې د ده پخو کړو تودو پراټو ته خلک په کتار کې ولاړ وي.

د پراټو پلورونکی فضل مولا وايي: « زه سهار وختي شپږ بجې له کوره راوځم او تر یوولس بجو کار کوم. د هوا له سړېدو سره زما کاروبار ښه شوی؛ په اوړي کې هم کاروبار ښه وي، خو ژمي کې د سړې هوا له امله زموږ پراټې او د شیدو چای ډېر مینه وال لري.»

خواړه پلورونکی نصرت لغمانی وايي: « کاروبار ښه دی، شکر دی روزي پیدا کوو. هوا سړه شوې او له دې امله زموږ فروشات زیات شوي.»

خواړه پلورونکی امجد شینواری وايي: « له ماسره چېپس دی، برګر دی او پکوړې دي. شکر ښه دی، کاروبار مې چلېږي.»

د سړک پر سر خواړه نه یوازې په کابل کې بلکې د زیاتو هېوادونو په مشهورو ښارونو کې هم پلورل کېږي او بې شمېره خوښوونکي لري. د کابل اوسېدونکو په خبره، دا خواړه چې بېلابېل ډولونه لري، دوی یې په ارام او ډاډه زړه خوري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist