Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني او ډيکارلو د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل خبرې کړې

حقاني او ډيکارلو د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/26

د کورنیو چارو وزیر په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیالې په مشرۍ له راغلي پلاوي سره کتنه کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ پر سیاسي تعامل خبرې کړې.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، خلیفه سراج‌الدین حقاني له روزمیري ډيکارلو سره په کتنه کې له افغانستان سره په سیاسي تعامل کې د پرمختګونو، د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، له خصوصي سکټور د محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت هم بحث او خبرې شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د پرمختګ، مخدره موادو پر وړاندې مبارزې په برخه کې پر همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، خصوصي سکټور ته د شته محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې وشوې.»

د سیاسي چارو شنونکي وایي، د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د سیاسي تعامل لپاره اړتیا ده چې له دا ډول ليدنو مثبته ګټه پورته شي. د دوی په خبره، دا ډول ناستې او خبرې د اړېکو پراخولو لپاره هم خورا مهمې دي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا په خپله د اړیکو جوړولو لپاره یو ښه فرصت دی. د دوحې درېمه ناسته کې ځینې ټکي وو چې د عملي کولو لپاره یې باید ګامونه پورته شي. همدارنګه فکر کېږي او غوښتنه هم همدا وه چې دا ځل به د دوحې ناسته په کابل کې وشي.»

په ياده ليدنه کې د کورنیو چارو وزیر ویلي، د نشه‌يي توکو کرکيلې، تولید او قاچاق پر وړاندې جدي او عملي اقدامات ترسره شوي او مثبتې پايلې لري.

له دې وړاندې بهرنیو چارو وزیر هم د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې سره په کتنه کې ویلي و چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې حکومت جدي مبارزه کړې.

نوموړي که څه هم د کوم هېواد نوم نه دی په ډاګه کړی، خو اندېښنه یې ښودلې چې که په سیمه کې له افغانستانه بهر د نشه‌يي توکو د کښت مخه ونه نیول شي، نه يوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ به هم د تېر په څېر یو ځل بیا ترې زیانمن شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند ضیا احمد تکل وايي: « د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او قاچاق پر وړاندې د اسلامي امارت د جدي اقداماتو یادونه وکړه او په ورته وخت کې یې اندېښنه وښوده چې که په سیمه کې له افغانستان نه بهر د مخدره موادو د کښت مخه ونه نیول شي، نو نه يوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ به هم د تېر په څېر یو ځل بیا ترې زیانمن شي.»

د چارو ځينې نور څارونکي بیا وایي، په سیمه کې یوازې پاکستان دی چې د نشه‌يي توکو کښت او تولید په کې ترسره کېږي.

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: «نشه يي توکي افغانستان کې مطلق بند شوي او دلته یې هېڅ څرک نه لیدل کېږي، خو په ځینو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان کې نشه يي توکي کرل کېږي او د ټابلېټونو په بڼه یې صادروي. نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په کار ده چې بندیزونه پرې ولګوي، ترڅو لاس ترې واخلي.»

له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې د نشه‌يي توکو کرکيله زياته شوې او د حاصلاتو له ترلاسه کېدو وروسته افغانستان ته د يادو توکو د قاچاق هڅې کېږي.

خو حکومت ډاډ ورکوي چې هېواد ته پر يادو توکو سربېره، د هر ډول توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist