Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مولوي کبیر: تېرو ۴ کلونو کې نږدې ۷ میلیونه کډوال را ستانه شوي

ملګرو ملتونو په روان ژمي کې راستانه شوي له سخت وضعیت سره مخ بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/25

په داسې حال کې چې وروستيو ورښتونو راتلونکي اوبيز کال ته د خلکو تمې زياتې کړې، خو ملګري ملتونه بيا د ژمي سختېدو له امله له ګاونډيو هېوادونو د راستنو شویو افغانانو وضعيت ته اندېښمن دی.

د کډوالو په چارو کې د ياد سازمان عالي کمېشنري وايي، چې ژمي په راتګ سره د امکاناتو کموالي له امله د راستنو شویو وضعیت له سخت حالت سره مخ شوی او زياتوي، چې په ورځنۍ توګه هېواد ته له پاکستان او خيبرپښتونخوا نور راستنېدونکي هم له ورته حالت سره مخ کېدونکي دي.

په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي: (( دا یو لوی شمېر او د نفوسو له اړخه پیاوړی ټکان او بدلون دی. په افغانستان کې له دې ستونزې سره څه نا څه مبارزه شوې، خو دا چې دغه شمېر کسانو ته رسېدنه وشي، روانې هڅې یې له ناکامۍ سره مخ کړې.))

ځيني افغان کډوال وایي، چې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونونو پر غوښتنو سربېره هم په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې د دوی وضعيت نه دی ښه شوی او پوليسو ورته سر له دوشنبې له ځينو سيمو څخه د ایستلو اعلان کړی.

په پاکستان کې افغان کډوال  مجاهد شینواری څرګندوي: (( په ځینو کمپونو کې د افغان کډوالو کورونه ورانوي او کډوالو مشرانو له ځايي پاکستان مسوولینو سره لیدلي خو هغوی ورته وايي چې افغانانو ته دلته وخت نشته او افغان کډوالو مشران یې بندیا کړي او اوس یې ورته ویلي چې سر له سبا دوشنبې به د افغان کډوالو کورونه ړنګیږي او مشران به یې بندیان کېږي. ))    

بل پلو د کډوالۍ حقونو مدافعان هم په ځینو هېوادونو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو او ننګونو یادونه کوي او د حکومت په ګډون د کډوالو له ملاتړو بنسټونو غواړي، چې د دوی ستونزې حل کړي.

د کډوالو حقونو مدافع علي رضا کریمي زیاتوي: (( په داسې حال کې په زوره د افغان کډوالو رایستنه چې هېواد کې هوا یخه شوې او بې کاري زیاته ده، د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه بلل کېږي او له نړیوالو بنسټونو غواړو چې د کډوالو حقونو ته رسېدنه وکړي. ))

حکومت د راستنو شویو ستونزو په اړه تازه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې ورته د ستونزو د حل ډاډ ورکړی وو. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري وروستۍ خپرې شوې شمېرې ښيي،چې په ايران، خيبرپښتونخوا او پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له پیله تر دې مهاله شاوخوا ۷ ميليونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist