په افغانستان کې د ناټو د۲۰ کلن حضور پر مهال د دې ايتلاف ونډې څرنګوالي په اړه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه څرګندونو د بريتانوي چارواکو، سیاستوالو او پخوانیو پوځيانو سخت غبرګونونه پارولي.
ټرمپ له فاکس نيوز سره په مرکه کې په راتلونکو جګړو کې پر ناټو بې باوري ښودلې او ويلي يې دي، چې دې ايتلاف په افغانستان کې خپل ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې لرې ساتل او واشنګټن تل پر دوی د مرستې اتکا نه ده کړې.
ټرمپ زیاته کړې:« موږ په واقعیت کې هېڅکله له دوی څه غوښتي نه دي. دوی به ووایي چې افغانستان ته یې ځینې سرتېري لېږلي دي. دا او هغه دوی وکړل. له لومړۍ کرښې دوی یو څه شاته پاتې شول.»
د امريکا ولسمشر دغه څرګندونې د بریتانوي چارواکو او سیاستوالو له سختو نيوکو سره مخ شوي.
د بریتانیا لومړي وزير کیېر سټارمر ورته په غبرګون کې ويلي، سلګونه ځواکونو يې د ناټو په دې ماموريت کې ژوند بايللی او سلګونه نور د ژورو ټپونو له امله په تل پاتې معيوبيت اخته دي.
سټارمبر د ټرمپ خبرې د ناټو ځواکونو ته سپکاوی بللی او ترې غوښتي يې دي چې د دې ډول ادعاوو له امله بښنه وغواړي.
هغه زیاته کړې:« زه غواړم د خپلو ۴۵۷ سرتېرو یاد وکړم، چې په افغانستان کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ، ټپیان شوي، ځینې د تل لپاره زیانمن شوي او زه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې سپکوونکې او د منلو وړ نه ګڼم او په دې حیران نه یم، چې دا خبرې د هغو کسانو خپلوانو ته، چې وژل شوي یا ټپیان شوي، ډېر درد رسوي. که ما داسې څه ویلي وای، نو خامخا به مې بښنه غوښتې وای.»
د بريتانیا له لومړي وزير سربېره د دې هېواد دفاع وزير، د پارلمان ګڼ شمېر غړو او پخوانيو پوځي چارواکو هم سخت غبرګونونه ښودلي.
شهزاده هري، چې دوه ځلې د ناټو ليکو کې د پوځي ماموریت لپاره افغانستان ته لېږل شوی او اوس مهال د ټپي او رواني ناروغو بريتانوي ځواکونو لپاره د بېماتې لوبې په نوم خيريه بنسټ مشري هم کوي، په افغانستان کې د بريتانيا پوځي ماموریت او ځاني زيانونه نه هېرېدونکي ګڼلي.
هري زیاته کړې:« ما هلته خدمت کړی. هلته مې د ژوند تر پایه ملګري پیدا کړل او هلته مې ملګري له لاسه ورکړل. د زرګونه خلکو ژوند د تل لپاره بدل شو. مېندې او پلرونه، زامن او لوڼې يې خاورو ته وسپارلې. ماشومان له مور یا پلار بې برخې شول. کورنۍ لاهم د دې جګړې بیه پرې کوي. د دې زيانونو په رښتیا هم بايد درناوي وشي.»
د بريتانيا ترڅنګ هالنډ، کاناډا، فرانسې او يو شمېر نورو هغو هېوادونو هم چې د ناټو غړي دي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې نامعقوله او له حقايقو لرې او دغه ډول ادعاوې يې د ناټو کمزوري کولو او حيثيت زيانمنېدا لامل بللي.
په ناټو کې شاوخوا ۲۲ هېوادونو خپل ځواکونه افغانستان ته رالېږلي وو، چې زيات شمېر يې د امريکا او بريتانوي ځواکونو و. دې ځواکونو له اسلامي امارت سره د تېر ۲۰ کلن حضور پرمهال خونړۍ جګړې وکړې، چې له امله يې سلګونه زره عام افغانان زيانمن شول.
امريکا د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ پر ۲۹مه له اسلامي امارت سره د دوحې هوکړه لاسليک کړه او د ۲۰۲۱ ز کال اګست پر ۳۰مه د وروستي امريکايي سرتيري په بهر کېدو د ناټو په چوکاټ کې مېشت ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل.