Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صنعتکاران: د کندهار صنعتي پارک سړکونه په بد حالت کې دي

صنعتکاران: د کندهار صنعتي پارک سړکونه په بد حالت کې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/22

د کندهار صنعتکاران وايي، د ژمي او ورښتونو له پیل کېدو سره د کندهار صنعتي پارک ته غځېدلو سړکونو حالت دومره خراب شي چې د دوی ورځني فعالیتونه له خنډ  سره مخامخ کړي.

د دوی په خبره، د کندهار صنعتي پارک ته ورغلي سړکونه د ژمي په ورښتونو کې په خټو بدلېږي او له دې سره د بار وړونکو لاریو او نورو موټرو تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ وي.

صنعتکاران د صنعتي پارک سړکونو د ژر او معیاري جوړېدو غوښتنه کوي.

صنعتکار ګل آغا وايي: « زموږ د پارک سړکونه او لارې ډېر خراب دي. په ژمي کې چې لږ باران هم وشي، انسانان څه چې موټر هم نه شي په کې تللی. له امارت غوښتنه کوو چې پارک ته ورغلې لارې جوړې کړي.»

صنعتکار اخترمحمد وايي:« په دې سړک ډېرې خټې جوړېږي او بله دا چې ډېر زیات بیروبار هم لري او په ځانګړې توګه کوچني موټر ورسره ډېر په تکلیف وي. له مشرانو غوښتنه کوو چې دا سړک پوخ کړي.»

د کندهار د صنعتي پارک کارګر احمد جان وايي: « سږ کال ښاروالۍ دومره وکړل چې تر دې کوتل لاندې یې څو موټره خاوره واچوله او دا لښتي یې تېر کړل؛ بل کوم خاص کار یې نه دی کړی. کله چې باران شي، دومره خټې وي چې موټر په کې بندېږي.»

که څه هم سږکال په محدود ډول د کندهار د صنعتي پارک د سړکونو د جوړولو او ښه‌والي لپاره کار شوی، خو د صنعت او کانونو خونې د مسوولینو په خبره، دا پارک د هېواد په سوېل کې یو لوی تولیدي مرکز دی او د فابریکو د دوامدار فعالیت لپاره یې د سړکونو بنسټیز او معیاري جوړول یوه جدي اړتیا ده.

د کندهار د صنعت او کانونو خونې رییس سید سروراماني وايي: « اوس هلته کار جریان لري، یوازې د دې لپاره چې موږ د سېل برونو، شېلو او خوړونو مخه ونیسو، ترڅو کارخانو ته داخل نه شي. لس تر پنځه لس ورځې کېږي چې زموږ د خونې او ښاروالۍ په همکارۍ کار پيل شوی، خو غوښتنه دا ده چې باید اساسي کار ترسره شي.»

د دې ولایت صنعتي پارک ته د غځېدلو سړکونو له بد حالت څخه دا شکایت داسې مهال کېږي چې همدا اوس د هېواد په نورو ولایتونو کې د بېلګې په توګه د هرات د صنعتي پارک د سړکونو د بیارغونې کار دوام لري.

دا چې ځايي ادارې د کندهار د صنعتي پارک د سړکونو بنسټیزه بیارغونه کله پیلوي، لا روښانه نه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist