Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: د پاکستان پوځي رژیم ته د لوېدیځ له خوا د سیمې نا امنه کولو دنده سپارل شوې

د پښتون ژغورنې غورځنګ وروستيو نيول شویو ۷ غړو له ډلې پينځه هغه يې د پاکستان له زندان څخه ازاد شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/19

په پېښور کې د امن جرګې پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ نيول شوي اووه کسيز پلاوي پنځه غړي د پاکستان له زندان څخه يکشنبه د شپې خوشي شوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي، په تازه خوشي شویو کسانو کې عدنان وزير، حبيب وزير، ګوهر، عرفان او فرمان شامل دي چې څه باندې دوې مياشتې يې زندان تېر کړ.
د منظوراحمد پشتین په خبره د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مخکښ غړي نورالله ترين او حنيف پشتين لا هم بنديان دي او د خلاصون پته يې نه لګېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي: «موږ هیله لرو د نورالله ترین او حنیف پشتین، چې زمونږ د وطن او ملت په خاطر هر څه پخپلو وجودونو تېروي، د هغو لپاره به هم ټول پښتانه خپل مزاحمتي غږ او عملي مبارزه روانه وساتي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د تازه خوشي شویو کسانو د خلاصون لپاره د پوهنتون محصلانو، سیاسي څېرو او نورو سیاسي حرکتونو له هڅو مننه هم کړې.
بلخوا ټاکل شوې د جنورۍ په ۱۹مه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلويان په سويزرلینډ کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې پرمهال اعتراض وکړي.
منظور احمد پشتین وایي، په دغې غونډه کې د امریکا او چین پر ولسمشرانو د پاکستان پر لومړی وزیر او د ياد هېواد پوځ پر مشر عاصم منیر سربېره د ۱۳۰ هېوادونو لوړپوړي چارواکي او وزیران ګډون کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وايي: «هلته دا خلک په دروغه د بشري حقونو او جمهوریت په دعوه ځان نړۍ ته د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کوي. خو موږ باید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دوی اصلي څېره نړۍ ته وښایو، چې دا یو استعماري نظام دی، د پښتنو قاتلان او د پښتونخواه د خاورې لوټماران دي. دوی یوازې یو کار په مخه اخیستې، هغه دا چې پښتانه تباه او برباد کړي، ډالر وګټي او معدنیات ولوټي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې نور غړي بیا وایي ترهغې چې خپله ازادي او سوکالي ترلاسه نه‌کړي مبارزې ته دوام ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه شورا غړی زبیر شاه اغا وايي: « نړۍ د پاکستان پوځي ادارو ظلم او جبر ته ګوري او پر وړاندې یې اقدام نه کوي، د پاکستان له لوري د ځوانانو نادرکه کول او پښتونخواه وطن کې پوځي عملیاتو، ډالري جنګ او ترهګرۍ ته دوام ورکولو پر خلاف پي ټي ایم به په سویس کې نړیوال فورم مخته احتیجاج کوي چې نړۍ څرګنده شي کوم پاکستان اقتصاد تاسو پیاوړی کوئ او دغه هېواد ځوانانو نادرکه کوي.»
د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان له کلونو راهیسې په خيبرپښتونخواه او قبايلو کې پر ولسي خلکو ظلم او زیاتي کوي او په خبره یې، د دغه ظلم او زور زیاتي پر وړاندې ډېر ځله نړیواله ټولنه او نور زبرځواک هېوادونه سترګې پټوي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د پښتنو حق غواړي او د ظلمونو پر وړاندې درېدلي دي او دوی مبارزه پر عدم تشدد ولاړه ده چې په نړۍ کې دغسې مبارزې منل کېږي او بریالي کېږي او که دوی د پاکستان حکومت او اسټبلیشمینټ پر وړاندې اعتراضونه کوي د دې لپاره دي چې دوی خپل حق غواړي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر داسې مهال دغه څرکندونې کوي، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د پاکستان پوځ په خيبرپښتونخوا او قبايلي سیمو کې د ناامنۍ ختمولو په پلمه پوځي عملیات کوي او په ترڅ کې یې ولسي خلک په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان په نښه کېږي.
د پاکستان پوځي رژیم د عملیاتو پر وړاندې ولسي خلک او نور ملت‌پال حرکتونه تل غږ پورته کوي او دا عملیات د لویدیځ په اشارې د پاکستان له لوري د بسپنې ترلاسه کولو پلمه او وسيله بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist