د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو مکررې ادعاوې کړې، چې د افغانستان له خاورې يې امنيت ته ګواښ متوجه دی، خو تر دې دمه پدې اړه د شواهدو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.
تازه د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهېل افريدي په ننګوونکې لهجه ويلي، که پاکستان رښتيا هم د خپلو ادعاوو په اړه شواهد لري، نو وړاندې دې يې کړي. هغه دغه څه يوازې ادعا بللې او زياته کړې يې ده، چې بل هېڅ ګاونډي د افغانستان په تړاو داسې ادعاوې نه ده مطرح کړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدی وايي: (( له افغانستان سره د نورو هېوادونو هم پولې شته، خو هیڅوک شکایت نه لري، نو بیا ولې دا ویل کېږي چې له افغانستانه ترهګري راروانه ده که رښتیا داسې وي نو موږ ته دې یې ثبوت وړاندې کړي))
اسلامي امارت تل په قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې چې د پاکستان تر کنټرول لاندې دي، روانې ناامنۍ د ياد هېواد اړوند مسله بللې.
بل لور ته د چارو یو شمېر شنونکي د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر څرګندونې پرځای بولي او د دریځ ستايلو ترڅنګ يې له پاکستانه غواړي، چې د سيمهييز امنيت او ټيکاو لپاره خپلو پالیسیو کې مثبت بدلون راولي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وویل: (( دا د حقیقت ویلو یوه موضوع ده، چې یو څوک بلاخره دې حقیقت ته ورسېدل چې دلته یو څوک شته چې له افغانستان سره اړیکې په لوی لاس خرابوي. هیله داده چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره په اړیکو کې له سره کتنه وکړي.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی اخترمحمد راسخ ورته خبره کوي خو زیاتوي: (( زه افریدي صیب ته دا وینا لرم چې ته هم پوهېږې زه هم پوهېږم لر پښتون پوهېږي او بر پښتون پوهېږي، بلوڅ پوهېږي او سیمهییز هېوادونه پوهېږي چې دا لوبه چا شروع کړې او دا لوبه څنګه مخته روانه ده، دا لوبه ولې نه ختمېږي. ))
په ورته وخت کې ځینې نور څارونکي بیا په هره کچه د پاکستان حکومتي چارواکو هر ډول څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او د ادعاوو ترڅنګ يې پر خبرو باور کول تېروتنه ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: (( پاکستان دا حق نه لري چې د افغانستان په اړه خبرې وکړي. پاکستان د افغانستان د تباهۍ بنسټ اېښودونکی دی، د پاکستان هر چارواکي خبرې د منلو وړ نه دي. ))
د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي په ګډون بلوڅ بېلتونپالو او هرې ډلې په کراتو ويلي، چې خپل فعاليتونه په پاکستان، بلوچستان او د ياد هېواد تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې تنظيم او پلانوي او دا يې رد کړې، چې ګوندې د خپلو فعاليتونو لپاره په ګاونډ کې د کوم هېواد له خاورې ګټه اخلي.