د کابل ښار په یوه کوچنۍ کوڅه کې ډول ډول الوتونکي مرغان یوازې د پلور لپاره نه بلکې د شوق لپاره خرڅېږي، مینه اخیستل کېږي او احساسات له قفسونو الوت کوي.
د مرغانو نازک غږونه د هغو خلکو د زړه ژبه ده چې ستړي ژوند ته د خوښۍ یوه شېبه لټوي.
د مرغانو په دې کوڅه کې سیدپاچا یوازې پلورونکی نه دی بلکې هغه د مرغانو ملګری دی. څلوېښت کاله کېږي چې ژوند يې له قفسونو، د مرغانو له غږونو او د شوق له نړۍ سره تړلی.
په تېرو څلورو لسیزو کې ډېر څه بدل شوي؛ ښار، ښاریان، کاروبارونه او د خلکو ژوند، خو د سیدپاچا شوق هماغه پخوانی دی. دی وايي، ځینې مرغان پلوري، خو له ځینو سره داسې مینه لري چې ان بيه پرې نه ږدي.
د مرغانو پلورونکی سیدپاچا وايي: « ما ته دا کار له نیکه او پلار څخه راپاتې دی، مرغان خرڅوم. کله مې کار ښه وي کله خراب. الوتونکي د ځینو کسانو لپاره ښه چانس راوړي خو د ځینو لپاره بد.»
سیدپاچا د بازار سړښت هم تجربه کړی، خو زړه توری شوی نه دی. د ده په خبره، شوق هغه ځواک دی چې انسان ته د ستونزو پر وړاندې د درېدو توان ورکوي.
په دې بازار کې داسې کوترې هم شته چې بیه یې تر درې سوه زره افغانیو رسېږي، خو بیا هم شوقي پېروونکي لري. پلورونکي يي وايي، دا مرغان د پیسو په بدل کې نه بلکې د زړه د ارامتیا لپاره ساتل کېږي؛ ځکه په خبره يې شوق قیمت نه لري او له همدې امله د مرغانو د ساتنې شوق دغه بازار لا هم تود ساتلی.
د مرغانو پلورونکی شیرین اغا وايي: « ځینې کوترې ډېره لوړه بیه لري او یوازې شتمن کسان یې اخلي. د ځینو کوترو بیه له ۱۵۰ تر ۳۰۰ زره افغانیو پورې ده. له موږ سره دلته ۱۰۰ تر ۲۰۰ ډوله الوتونکي شته دي.»
یوازې کوترې نه بلکې په دې کوڅه کې رنګارنګ مرغان شته چې هر یو یې خپله ځانګړې ښکلا او ارزښت لري.
بیې يې که څه هم توپیر لري، خو د پېرودونکو په سترګو کې يې ارزښت یو دی؛ خوښي، مینه او سکون.
د مرغانو شوقیان وايي، د مرغانو ساتل د دوی لپاره د ذهني فشار کمولو یوه لار ده. وايي، په لاس کې د مرغانو له نيولو او غږ اورېدو سره يې ستړيا هېره او زړه آرامېږي.
د پکتيکا اوسېدونکي حاجي بشیر وايي: « ځینې مرغان د آواز لپاره وي او ځینې د غوښې لپاره هم دي. زه له ماشومتوب څخه په دې کار بوخت یم او ډېر خوند راکوي. هر کال خپل شوق لري.»
انسان د خوړو ترڅنګ خوښۍ ته هم اړتیا لري او کابل کې د مرغانو دا کوڅه د مرغانو د ساتنې شوقيانو د هماغې خوښۍ نښه ده.
په ورته مهال، دینې عالمان وايي، هغه څوک چې مرغان په کورونو کې ساتې باید ښه ساتنه او پالنه يې وکړي. د دوی په خبره، حیوانات د انسانانو په شان پر خپل ټاکلي وخت خوراک او څښاک ته اړتیا لري.
دیني عالم مولوي عصمتالله بختیار وايي: « که مرغان په قفس کې بند شي او په وخت اوبه او دانه ورنه کړل شي، دا ګناه ده. د مرغان جنګول بیا قطعا ً حرام دي، ځکه دا کار د ژویو تعذیب دی.»
ځينې نور بيا د مرغانو به ساتنه کې خورا بېل شوق لري. غرونو ته پسې ځي او په خورا مهارت يې نيسي. د شوق ترڅنګ د ډېرو لپاره د کاروبار وسيله هم دي او له نيولو وروسته يې پېر او پلور بازار ته وړاندې کوي.
دا هرڅه دا داسې مهال دي چې حکومت په کور دننه د نایابه مرغانو او وحشي ژويو پر ښکار بندیز لګولی دی.