د کندهار ولایت خاکرېز ولسوالۍ اړوند شاه آغا سیمې کې د هالنډ کمېټې له خوا د مرخېړیو د تولید لپاره جوړ شوي فارم څخه د حاصل راټولو بهیر پیل شو.
د مرخېړیو تولید د یاد فارم مسوولان وایي، کندهار کې د شته وچکالۍ او اقلیمي بدلون ترڅنګ یاد کښت د کروندګرو لپاره د کوکنارو یو ښه بدیل ګرځېدلی او په وینا یې، د ترویج لپاره یې غواړي د دې کښت کچه زیاته کړي.
هغوی زیاتوي چې د مرخېړیو کرنه اسانه، د پلور بیه یې لوړه او بازار یې ګرم دی.
د مرخېړیو فارم لرونکی صبغت الله خادم وايي: « موږ ډېر ښه حاصلات لرو او کولی شو بازار ته یې وړاندې کړو. زما په نظر، له کوکنارو او نورو نشه يي بوټو څخه دا ښه کښت دی.»
د مرخېړیو فارم لرونکی میر حمزه وايي: « زما په نظر، مرخېړي د کوکنارو، چرسو او نور نشه يي بوټو ښه بدیل دی. تاسو وینئ چې افغانستان کې کال په کال د اوبو کچه ټیټېږي، نو دا ښه بدیل ګرځېدلی شي.»
افغانستان کې د هالنډ کمېټې ځایي مسوولان بیا وایي، د لومړي ځل لپاره یې په خاکرېز ولسوالۍ کې۳۰ کورنیو ته د مرخېړیو د تولید فارمونه جوړ او اړوند ټول کارېدونکي وسایل یې وېشلي. دوی د دې کار موخه د خلکو له لوري په معیاري توګه له کوم خنډ پرته د یاد نبات د حاصلاتو راټولول او کورنيو بازارونو ته وړاندې کول بولي.
د هالنډ کمېټې سیمهییز مسوول عبدالهادي داودزی وایي: « د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت ۲۳ قلمه هغه وسایل چې د مرخېړیو په کرلو او حاصل ټولولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي، زموږ د موسسې له خوا ۳۰ کورنیو ته ووېشل شول. دغه کار موږ له بزګرانو سره د تریاکو د بدیل په توګه مرسته کوو، ترڅو د دوی د کوکنارو ښه بدیل ولري او بیا ورته ښه مارکېټ هم پيدا کړو.»
په ورته وخت کې د کندهار کرنې ریاست مسوولان وایي، د کوکنارو پر کښت بندیز او اوسنیو اقلیمي شرایطو ته په کتو،غواړي د همکارو موسسو په مرسته کروندګرو ته د مرخېړیو، زاعفرانو او نورو لږ اوبه مصرفوونکو کرنیزو توکو په څېر بدیل کښتونه برابر کړي.
د کندهار کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « دلته د مرخېړیو د تولید او پروسېس په اړه له ۳۰ کورنیو سره د وسایلو مرسته شوې. دا چې دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې مرخېړي تولیدېږي، نو د کرنې ریاست به دې برخې ته پاملرنه کوي، ترڅو دلته له ترویج وروسته د هېواد په نورو برخو کې هم ترویج شي. دا فارمونه او تولیدات به یې خلکو ته ښه عاید هم ولري؛ ځکه همدا اوس په کندهار کې د یو کیلو مرخېړیو بیه له ۳۵۰ تر ۴۰۰ افغانیو ده.»
کندهار کې د مرخېړیو د تولید زیاتوالي خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې له دې وړاندې هم د راپورونو پر بنسټ ،د مرخېړیو د تولید یو فارم جوړ شوی و، خو د مناسب بازار د نه شتون له امله بېرته بند شو.