د لوړو زده کړو د وزیر په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي د ایران په رسمي بلنه دې هېواد ته سفر کړی چې موخه یی تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړیکو پراختیا، د متقابلو تجربو تبادله او د علمي همکاریو راجلبول ګڼل شوې ده.
د شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ دغه پلاوی به له ایراني چارواکو سره د خبرو ترڅنګ د دې هېواد له بېلابطلو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي، د لوړو زده کړو وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له قُم اوجامعة المصطفی پوهنتونونو، حوزه علمیه قُم له لابراتوارونو، کتابتونونو او چاپېریال څخه هم لیدنې کړې دي.
حافظ ضیالله هاشمي وايي، د ایران د پوهنتونونو مسوولینو د لوړوزده کړو له وزیر تود هرکلی کړی او د نوموړي په ورتګ یې خوښي څرګنده کړې.
دوی له افغانستان سره په علمي ډګر کې د هر ډول همکاریو ژمنه کړې.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي وايي: « د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل رسمي سفر پرمهال، د دې هېواد په قم ښار کې له دوو سترو پوهنتونونو څخه د قم جامعه المصطفی له نړیوالو پوهنتونو او د قم له علمیه حوزې څخه هم لیدنې وکړې. محترم شیخ صاحب د یادو پوهنتونو له رهبري پلاوي او استادانو سره په ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو پر زیاتولو، متقابلو تجربو شریکولو او نورو همکاریو په اړه خبرې وکړې. متحرم شیخ صاحب د قم او جامعه المصطفی پوهتنونونو او علمیه حوزې له لابراتوارونو، کتابتونونو او چاپېریال څخه هم لیدنې وکړې. همدارنګه د ایران حکومت او د یادو پوهنتونو مسوولینو د لوړو زده کړو له وزیر تود هرکلی وکړ، په ورتګ یې خوښي وښوده او له افغانستان سره یې په علمي ډګر کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.»
په ورته مهال، د پوهنتونونو یو شمېراستادان بیا دغه سفر د پوهنتونو د تدریسي برخو د پیاوړتیا لپاره مهم بولي او وايي، د لوړو زده کړو وزارت ته په کار ده چې د سیمې هېوادونو د پوهنتونونو څخه لیدنې زیاتې کړي، ترڅو د هغو علمي پلانونو څخه په افغانستان کې ګټه پورته شي چې یاد هېوادونه ترې ترې ګټه اخلي.
د پوهنتون استاد اسلم دانشمل وايي: « د افغانستان لوړو زده کړو وزارت ته په کار ده چې د سیمې هېوادونو له عملي پرمختګونو څخه خبر واخلي، د هغوی تجربې د هېواد له پوهنتونونو سره شریکې کړي، ترڅو د علمي پرمختګونو لامل وګرځي. دا ډول سفرونه باید ډېر شي، ترڅو د سیمې هېوادونو له هغو تجربو څخه د ګټه اخیستنې لپاره زمینه مساعده شي چې دوی یې د پرمختګ په لور سم کړي دي.»
بله خوا، د چارو یوشمېر نور شنونکي بیا وايي، افغانستان له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو سربېره، په علمي برخه کې هم د هېوادونو سره اړیکو ته اړتیا لري او په خبره یې، دا ډول سفرونه کولی شي له ایران سربېره د سیمې او نړۍ په کچه علمي اړیکې لا پیاوړې او علمي همکارۍ لا زیاتې کړي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « زه تمه لرم چې دا ډول سفرونه د علمي او فرهنګي همکاریو، تعلیمي او تحصیلي مناسباتو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي. همدارنګه تمه لرم چې د افغانستان اسلامي امارت نه یوازې ایران بلکې نورو هېوادونو سره هم د مسلکي روزنې او کدرونو د روزنې لپاره د ورته سفرونو زمینه برابره کړي.»
ایران ته د لوړو زده کړو وزیر داسې مهال په رسمي سفر تللی چې د دې هېواد سره په دې وروستیو کې د افغانستان سوداګریزې او سیاسي اړیکې ورځ تر بلې د پراخېدو او نږدې کېدو په حال کې دي.
ایران یو له هغو هېوادونو دی چې غواړي په افغانستان کې د تعلیمي بهیر په چارو کې رغنده ونډه ولري.