Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قزاقستان له افغانستان سره د پولو امنیت پیاوړتیا او وسپنې پټلۍ جوړولو په برخو کې همکاري کوي

قزاقستان له افغانستان سره د پولو امنیت پیاوړتیا او وسپنې پټلۍ جوړولو په برخو کې همکاري کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي له ګڼو افغان چارواکو سره په جلا لیدنو کې پر بېلابېلو مهمو مسایلو خبرې کړي.

یرکین توکوموف د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر ودې غږېدلی د وسپنې پټلۍ په څېر پروژو پر عملي کېدا هم بحث شوی.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې توکوموف دغه راز د پولو امنیت پیاوړتیا، د نشه‌يي توکو پر ضد په ګډې مبارزې او د ترکمنستان له لارې د وسپنې پټلۍ جوړولو په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مل پاسوال مفتي عبدالمتین قانع وايي:« د قزاقستان ځانګړي استازي دغه راز د پولې امنیت پياوړتیا، له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې د همکاریو دوام او د ترکمنستان له لارې یې د وسپنې پټلۍ پروژې جوړولو چارو پرمخ وړلو باندې ټینګار وکړ.»

بل پلو د قزاقستان ځانګړي استازي د ټولګټو چارو وزارت د وسپنی پټلۍ له مرستیال سره په جلا لیدنه کې د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلولو پر پیل او د تورغونډۍ – هرات د وسپنې پټلۍ د رغونې په تړاو بحثونه شوي.

د وسپنې یادې کرښې د پانګونې هوکړه لیک موده وړاندې د قزاقستان له لوري د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی وو، دا مهال یې په تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ عملي خبرې روان دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په دې اړه داسې وايي:« په دې لېدنه کې د افغانستان له لارې مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو نښلولو، تورغونډۍ – هرات – کندهار وسپنیزو کرښو عملي چارو د پيل په اړه خبرې اترې وشوې.»

په دغو لیدنو کې افغان چارواکو له قزاقي لوري سره د هر راز همکارۍ او د اړیکو د ودې ډاډ ورکړی.

د چارو شنونکي قزاقستان د منځنۍ اسیا له مهمو هېوادونو یادوي او د وسپنې‌پټلې له لارې ورسره د سوداګریزو اړیکو پراختیا کولای شي  افغانسان د ځینو ګاونډیو هېوادونو له اقتصادي تکیې او احتیاجه خلاص کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي « تجربو ښودلې چې پر یو مسیر اتکاء کولای شي ستونزې رامنځته کړي، څرنګه چې تاسو د دې شاهد یاست ډېر کله پاکستان سوداګریزې لارې بندوي او سوداګري له ستونزو سره مخ کېږي نو په دې بنسټ زه فکر کوم حتی څومره چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو په لنډ او اوږدمهال کې د افغانستان پر ګټه وي او کولای شي چې د اړتیا وړ توکي له ګاونډیو او سیمې هېوادونو څخه وارد کړي.»

د افغان او قزاقي چارواکو ترمنځ په لیدنو کې دغه‌راز پرېکړه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او متحده عربي امارتو د ټرانسپورټ او وسپنې پټلۍ وزیرانو او مرستیالانو ترمنځ د تورغونډۍ – هرات او هرات – کندهار د وسپنې پټلۍ مسیرونو د عملي چارو  پیل او پلیتابه څرنګوالي په موخه ګډه ناسته ترسره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو
افغانستان

مجاهد: د نړۍ له خوا د غوښتنو تحمیل او سیاسي فشار، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼو

فبروري 1, 2026
بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې
افغانستان

بلوڅ بېلتون پالو د هیروف نظامي عملیاتو دویم پړاو پيل او له پاکستاني پوځ یې ګڼې سیمې ونیوې

فبروري 1, 2026
له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist