د ژمي په درشل کې د ملګرو ملتونو اړوند د خواړو نړیوال پروګرام(ډبیلواېفپي) خبرداری ورکړی چې افغانستان کې لوږه په چټکۍ سره د پراخېدو په حال کې ده.
د دې پروګرام چارواکو دا وېره هم څرګنده کړې ده چې له دې سره به د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ کچه دومره لوړه شي چې په وروستیو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د خواړو نړیوال پروګرام اجراییوي مرستیال کارل سکاو له نړیوالو رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، هغه کورنۍ چې معلول غړي لري، ۵۸ سلنه د خواړو کمښت له ګواښ سره مخامخ دي.
سکاو دا شمېرې یوازې شمېرې نه بلکې د خطر زنګ بللی.
د خوړو نړیوالو پروګرام په یوه راپور کې ویلي: « په افغانستان کې د ژمي په درشل کې لوږه په چټکۍ سره د پراخیدو په حال کې ده؛ حال دا چې د خواړو خوندیتوب نه شته. له دې سره د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ کچه به تر هغې کچې لوړه شي چې ساری به یې په وروستیو کالو کې نه وي لیدل شوی. هغه کورنۍ چې معلول غړي لري، ۵۸ سلنه د خواړو د کمښت له ګواښ سره مخامخ دي. دا یوازې یوه شمیره یا اټکل نه دی، بلکې یو ویښوونکې زنګ دی.»
په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د اقتصاد له پلوه په سخت حالت کې دي. دوی د ژمي په را رسېدو سره بېوزلۍ او بې روزګارۍ ته په اشارې له حکومته او نړیوالو ټولنو غواړي چې دوی ته دې د کار زمینه برابره او لاسنیوی دې یې وکړي.
د کابل اوسېدونکی محمد رفیق وايي: « ژمی را روان دی، خلک د سون توکو، تودو جامو او د ناروغیو د درملنې لپاره پیسو ته اړتیا لري. هرڅوک دلته د مزدورۍ لپاره ولاړ دي، خو کار نه شته.»
د کابل یو بل اوسېدونکی رفیع الله وايي: « د کار لپاره ولاړ یو، خو کله پيدا شي او کله نه. داسې وخت راځي چې تش لاس کور ته ځو. له حکومت دا هیله لرو چې د کار زمینه راته برابره کړي.»
اوس اساسي پوښتنه داده چې د دې بېوزلۍ او بې روزګارۍ اصلي لامل څه دی او حکومت باید په دې برخه کې څه وکړي، ترڅو دا ستونزه حل شي؟
د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « نړوالې ادارې باید خلکو ته د کاروبار زمینه برابره شي، کوچني کارونه دې ورکړي او په ځینو سترو فابریکو دې پانګونه وکړي، ترڅو ډېر خلک په کې په کارونو بوخت شي. دا چې دوی هر کله خبرداری ورکوي او بیا یې لپاره له نړیوالو هېوادونو فنډ اخلي، په دې ستونزه نه حل کېږي؛ ځکه د بهرنیو مرستو ډېره برخه په اداري لګښتونو مصرفېږي.»
له بلې خوا، د اسلامي امارت چارواکي بیا په هېواد کې د لوږې د پراخیدو په اړه دا اندېښنې ردوي او وايي، اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د اقتصادي پروژو په پلی کولو سره او د روزګار د زمینې په برابرولو سره په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.
د اقصادي وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ نه دی. هغه راپور چې د خوړو نړیوال پروګرام خپور کړی، د افغانستان د واقعیتونو یوازې یوه څنډه په کې یاده شوې. مثبت واقعیت دا دی چې موږ په اقتصادي حوزه کې د کار موندلو سترې پروژې پيل کړې دي، خو په ورته وخت کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کوو چې د ژمي په فصل کې د افغانستان سره خلکو سره مرستو ته ادامه ورکړي.»
که څه هم د اسلامي امارت له لوري په هېواد کې د لوږې او بې روزګارۍ له منځه وړلو لپاره سلګونه اقتصادي پروژې پلې کړې دي او هېواد ته یې د پانګوالو د راجلبولو لپاره پراخې هڅې کړې، خو د امریکا له خوا د لګول شویو اقتصادي محدودیتونو ترڅنګ، هېواد ته د کډوالو په اجباري ډول راستنول هغه بل لامل دی چې د ستونزو د حل پر وړاندې یې خنډونه درولي دي.