هر کال د ډسمبر نهمه له اداري فساد سره د مبارزې نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي چې په هېوادونو کې د اقتصادي پرمختګونو ارزونه او ستاینه وشي او په ټولنو کې د نورو بشري حقونو د خوندیتوب په اړه ګډې همغږۍ رامنځته شي.
اسلامي امارت په نړیواله کچه د اداري فساد پر وړاندې مبارزې ته په اشارې په حکومتي ادارو کې له دغې پدیدې سره له جدي مبارزې خبر ورکوي.
د مسوولینو په وېنا په ټولو ادارو کې يې دفساد پر وړاندې پر جدي مبارزې سربېره د ځمکو غصب او اختلاس پر وړاندې یې هم کوټلي ګامونه اخیستي او په بشپړه توګه د فساد مخنیوي په موخه یې د اسانچارو خدمتونو لړۍ بشپړېدو ته نږدې کړې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت په وېنا: « د اسلامي امارت یو له مهمو اهدافو څخه د اداري فساد پر وړاندې مبارزه وه، په تېرو څلورو کلونو کې اسلامي امارت اړوند ارګانونه په دې توانېدلي چې په حکومتي ادارو کې د اداري فساد، اختلاس او غصب د مخنیوي برخو کې مهم او کوټلي ګامونه واخلي او د اداري فساد او غصب کې ښکېل کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ور وپېژني.)
د اداري فساد ضد مبارزې نړیواله ورځ په ۲۰۰۳ ز کال کې د ملګرو ملتونو ځانګړي کنوانیسون لخوا تصویب شوه چې موخه یې د دغې پدیدې د زیانونو په اړه د خلکو پوهاوی زیاتول او په هېوادونو کې د قانون حاکمیت لپاره د عملي ګامونو اخیستل دي.
ورته مهال خلک د ګڼشمېر بنسټیزو پروژو پیل ته په کتو په حکومتي ادارو کې له اداري فساد سره د اسلامي امارت مبارزه ستايي او وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې رغنیزې چارې زیاتې شوي چې په حکومت کې د خدمتونو روڼتیا څرګندوي کوي.
د کابل ښار اوسېدونکي محمد انور شمشاد ته په دې اړه داسې وايي:« اداري فساد اوس ډېر ختم شوی دی ځکه ماشاءالله په ښار کې ښه کارونه او پروژې پیل شوې دي او اداري فساد ختم شوی دی او دغه شیان اوس نشته دی، چې پیسې او رشوت اخیستل ختم شوی دی.»
د کابل ښار بل اوسېدونکي خیرالله له شمشاد سره د خبرو پرمهال د اداري فساد پر وړاندې مبارزې دوام غوښتونکی دی:« فعلي نظام تر ډېره حده اداري فساد کچه تر ډېره راټیټه کړې، خدای دې دوی ته ډېر همت ورکړي چې دغه لړۍ جاري وساتي زه د اوس نظام له دغه ډول حرکتونو څخه ډېر راضي یم.»
د شنونکو پر باور اداري فساد د حکومتونو باور کمزوی کوي، د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکې زیانمنوي او دغه راز اقتصادي پرمختګونه ټکني کوي چې نابرابري، بې وزلۍ او ټولنیزو کړکېچونو ته لار پرانیزي.