د بهرنیو چارو وزیر له خپل تاجیکستاني سیال سره ټیلفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو سربېره، د سیمې امنیت خوندیتوب په اړه هم خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي، پر نورو موضوعاتو سربېره امیرخان متقي له سراج الدین مهرالدین سره خبرو کې د تاجیکستان په خاوره کې وروستۍ امنیتي پېښه چې په کې درې چینايي وګړي ووژل شول، وغندله او د سیمه ییز ثبات لپاره یې د ګډو همکاریو پراهمیت ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د تاجیکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین نن د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمه ییزو ابتکاراتو په اړه ټیلفوني خبرې وکړې. د ښاغلي وزیر له لوري د تاجیکستان په خاوره کې وروستۍ رامنځته شوې امنیتي پېښې او د چینایي اتباعو مرګ ژوبله د غندني او تأسف وړ وبلل شوې او د سیمهییز ثبات لپاره د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وشو.»
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې دواړو لوریو په سیمه کې د خپلمنځي باور او ثبات لپاره د سرحدي ځواکونو د منظمو تماسونو، د امنیتي همکاریو د ګډو کمېټو او د تخنیکي ناستو پر دوام موافقه کړې.
بله خوا، د چارو شنونکي نه یوازې دا چې د دواړو لوریو ترمنځ دا ډول اړیکې په سیمهییزه کچه ګټورې بولي بلکې ټینګار کوي چې شوې ژمنې باید عملي او افغانستان ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو لپاره د خپلې بهرنۍ ډېپلوماسۍ په رڼا کې عملي ګامونه پورته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « شریرې ډلې او هېوادونه که دا پاکستان دی یا نور هېوادونه، غواړي د افغانستان اړیکې له نورو هېوادونو سره خرابې کړي. د دغو ډلو پر وړاندې باید اقدام وشي او د سیمې همکاري جلب شي.»
د چارو شنونکی نجیبالرحمان شمال وايي: « تاجیکستان باید له افغانستان سره د خپلو اړیکو ښه کولو او پراخولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي؛ ځکه دا مسئله د دواړو هېوادونو په ګټه ده او دواړه هېوادونه کولی شي د افراطي ډلو له اوښتو څخه د مخنیوي لپاره ګډ کار وکړي.»
بهرنیو چارو وزارت داسې مهال له لوړ پوړو تاجیکستاني چارواکو سره د اړیکو خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د تاجیکستان په ختلان ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوي برید کې درې چینايي وګړي ووژل شول.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په غبرګون کې وویل چې دا برید د هغو کړیو کار دی چې په سیمه کې نا آرامي او د بې باورۍ فضا رامنځته کول غواړي.