پر هلمند سیند له دې جوړ یوازيني پل له لارې د ۱۰ ولسواليو او درېيو ولایتونو اوسېدونکي لښکرګاه ښار ته تګ راتګ کوي، خو له شاوخوا۷۰ کلن مقاومت وروسته په تن کمزوری او د نړېدو له خطر سره مخ شوی.
دا پول د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی چې د تنګوالي له امله پرې د سيند پورې غاړې ته د اوښتو پر مهال خلک له ستونزو سره مخ وي.
دوی وایي، دا پل هره ورځ د ګڼه ګوڼې له امله بند وي چې ناروغان لرونکي او دندو ته روان کسان پرې د تېرېدو لپاره ساعتونه انتظار وي.
د هلمند اوسېدونکی شاه ولي وايي: « که هرڅومره عاجل کار یا ناروغ ولرې، په دې پل د تېرېدو وار نه درکول کېږي. د څو ولسوالیو خلک په همدې پله تګ راتګ کوي او اړتیا ده چې له هرڅه وړاندې ورته پاملرنه وشي.»
د هلمند اوسېدونکی میرزا خان وايي: « موږ د دې پله په سر ۵ دقیقې مزل په څو ساعتونو کې کوو، ځکه چې پل له دواړو خواوو بند وي.»
د لښکرګاه اوسېدونکی ذکریا وايي: « د پل د اوسنیو اړتیاوو پوره کولو وس نه لري، ښار او ولسوالیو کې ډېر زیات بیروبار دی او تګ راتګ پرې له ستونزو ډک وي.»
د ګڼه ګوڼي د مخنیوي لپاره پر دې پل هره ورځ لس تنه ټرافیک پولیس د موټرو په تنظیم بوخت وي. دوی هم مني چې هره ورځ لار بندېږي او د ناروغانو ترڅنګ پر پله اوښتونکي کسان ساعتونه انتظار باسي. دوی یې لامل د پله تنګوالی او کم ظرفیت بولي.
د هلمند د ټرافیکو د تنظیم مدیر سیف الرحمن وايي: « زموږ لس تنه ټرافیک پر دې پله ۲۴ ساعته دنده ترسره کوي. اوس په ښار کې رش ډېر او وسایط هم له حده ډېر دي، خو د پل ظرفیت کم دی او نه شي کولی د دومره خلکو تګ راتګ ته لاره ورکړي.»
د هلمند ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، په نږدې ورځو کې به د لښکرګاه او باباجي په مسیر کې یو بل پل د جوړېدو چارې هم پیل شي چې له بشپړېدو سره به یې په یاد پله ګڼه ګوڼه کمه شي.
د هلمند ټولګټو چارو ریاست مالي او اداري مدیر عطاالله عابد وايي: « د اوس لپاره د ټولګټو ریاست د باباجي پر عمومي سړک د نوي پل جوړولو کارونه پيل کړي او ښایي دا بیروبار د پله له جوړېدو سره کم شي. همدارنګه د همدې پله ترڅنګ د یوه بل پل د جوړېدو لپاره هم خبرې شوې دي.»
د هلمند اوسېدونکي وايي، د لښکرګاه زوړ او تنګ پل نور د خلکو او موټرو بار نه شي زغملی او که ژر ترژره بدیل پل جوړ نه شي، د تګ راتګ ستونزې به يې لا پسې ډېرې شي.