د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶۸ پرمختیايي پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې. د دې ولایت د ځایي مسوولینو په خبره، په دغو پراختیايي پروژو کې د کلیوالي سیمو اساسي اړتیاوو ته په کتو، بېلابېلې پروژې شاملې دي. د پکتیا کلیو پراختیا رییس خان محمد احمد وايي: « دا ۱۶۸ پروژې په ۵۵ کلیو کې د ۲۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت تطبیق شوې دي.» د پکتیا مرستیال والي انعام الله صلاح الدین وايي: « هڅه کوو د خلکو غږ تر موږ پورې را ورسېږي او موږ یې هم غږ واورو او رسېدنه ورته وکړو.» که څه هم دغو پرژو ته د سیمې خلک خوښ دي، خو په ورته مهال له مسوولو ادارو غواړي چې په لرې پرتو سیمو کې دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي.د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي محمد وايي: « د دې پروژو له پرانیستلو سره زموږ خلکو ته ګڼ سهولتونه رامنځته شوي دي. په دې کې هم نرانو، هم ښځو او هم نورو کسانو ته اسانتیاوې شته دي.» د زرمت اوسېدونکی حاجي نورالدین وايي: « دا لومړی ځل دی چې دومره ډېرې پروژې په زرمت ولسوالۍ کې پلې کېږي. که څه هم دا پروژې د خلکو ټولې اړتیاوې نه پوره کوي، خو د دې په پرانیستلو سره به ډېرې ستونزې رفع شي.» یادې پروژې چې په کې زرګونه خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه، په مستقیم او غیر مستقیم ډول به ترې زرګونه کورنۍ ګټه واخلي. شریک یې کړئ