Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

د م.م امنیت شورا روانه میاشت د افغانستان وضعیت ارزولو ناسته جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/03

د ملګرو ملتونو سرچینې وايي، د امنیت شورا په دې درې میاشتنۍ ناسته کې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې په اړه هم بحثونه وشي.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، د ناستې په پای کې به امنیت شورا یو پرېکړه لیک هم صادر کړي چې په کې به له کابل او اسلام اباد وغوښتلې شي چې د پوځي اقداماتو په ځای، روانې شخړې ته د هواري سوله ییزې لارې وګوري.

 دا د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوراني غونډه ده چې په هرو درېیو میاشتو کې یوځل جوړیږي او په کې د افغانستان له حالاتو سره تړلي مسایل تربحث لاندې نیول کېږي.

د ملګروملتونو سرچینې وايي، په دې ناسته کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت(یوناما) سرپرسته د سیاسي، قتصادي او بشري حالت په اړه مفصل راپور هم وړاندې کړي.

د دې ترڅنګ، ویل کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ اداره(اوچا) او د مدني ټولنې غړي به هم د روان حالت په اړه د دوی له خوا شوې څېړنې او موندنې له امنیت شورا سره شریکې کړي.

د ملګرو ملتونو سرچینې دغه راز ویلي: « په ډسمبر میاشت کې به امنیت شورا د افغانستان په اړه خپله درې میاشتنۍ پرانېستې غونډه جوړه کړي چې په کې به د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیاله او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندویه ماموریت مسووله جورجټ ګانیون د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یوه لوړ پوړې چارواکې او د مدني ټولنې استازي به امنیت شورا ته خپل معلومات وړاندې کړي.»

د امنيت شورا تېرو ناستو ته په پام، ښايي دا ځل د کډوالو پر وضعیت، امنيتي اندېښنو، په ټولنه کې د ښځو پر بشپړې، مساوي او مانا لرونکې ونډې هم بحثونه د غونډې له مهمو موضوعاتو وي.

امنیت شورا په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو نیوکه کړې او په افغانستان کې يې د بشري حقونو وضعیت هم خراب بللی؛ هغه مسایل چې اسلامي امارت په وار وار رد کړي او د دوی حقونه یې خوندي بللي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي: « د اوچا له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، تمه کېده چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۲۲.۹ میلیون افغانان چې د هېواد د نفوس له نیمایي ډېر دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري. د بشري مرستو چمتو کولو هڅې، سږکال له ایران او پاکستان څخه د شاوخوا ۲ ميلیونه افغانانو د جبري راستنېدو له امله پېچلې شوې دي.»

دا غونډه د امنیت شورا د منظم راپور ورکولو په لړ کې ترسره کېږي، ترڅو د افغانستان پر حالاتو د نړیوالو بحث او څار بهیر روان وساتل شي.

اقتصاد وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د افغانستان لاسته راوړنو په پام کې نیولو سربېره دې د افغانستان اقتصاد ته لومړیتوب ورکړي او کنګل شوې شتمني دې آزاده کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطیف نظري وايي: « د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې باید د افغانستان د خلکو اقتصادي لومړیتوبونه، پراختیايي پروګرامونه او د افغانستان د اقتصادي او زېربنايي جوړښتونو پياوړي کول تر لاس لاندې ونیول شي، د افغانستان له خلکو او ثباتې اقتصادي ودې څخه ملاتړ ته باید توجه وشي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکي بیا وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کولی شي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل لپاره د لارې نقشه جوړه او سیاسي کشالې د حل لپاره یو لوری مشخص کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیرانګار وايي: « نړیواله ټولنه باید دا درک کړي چې افغانستان انزوا ته نه بلکې عملي همکاریو ته اړتیا لري، هر ډول بنډيزونه او فشار چې پر افغانستان راوړل کېږي، زیان یې په مخامخ توګه ولس ته رسېږي. باید په دې ناسته کې دا سلامي امارت استازی شتون ولري، ترڅو د افغانستان ښه روایت او تصویر وړاندې شي. د اسلامي امارت له استازي پرته دا ډول ناستې نیمګړې پاتې کېږي.»

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی و چې په ورته ناستو کې يې بايد استازي ته د ګډون اجازه ورکړل شي.

دا ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې د وږي په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هند، ایران، چین او قرغیزستان له اسلامي امارت سره پر تعامل او په افغانستان کې د ثبات پر ملاتړ ټینګار کړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist