د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د معیاري ازموینو اخیستلو دا لړۍ به د څلور کلن پروګرام له لارې بشپړه شي چې په لومړي کال کې به د کابل ښار لسمو ټولګیو زده کوونکو څخه په اسلامي تعلیماتو، لومړنۍ ژبه، کیمیا او ریاضیاتو کې معیاري ازموینه واخیستل شي.
د معیاري، متمرکزې او یو شان ازموینې اخستلو دا لړۍ د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین عبدالخالق صادق او یو شمیر نورو مسوولینو په حضور کې پیل شوه.
د پوهنې وزارت ویاند احمد منصور حمزه د معیاري ازموینې د څلور کلن پروګرام په اړه د جزئیاتو ورکولو پر مهال وايي: « په دویم کال کې به د کابل ښار د لسم او یوولسم ټولګیو او د ولایتونو په ښارونو کې به له لسمو ټولګیو څخه د معیاري، متمرکزې او یوشان ازموینې لړۍ يپل شي. په درېیم کال کې به له پورته ذکر شویو مضامینو سربېره، د ځینو نورو مضمونونو په زیاتېدو سره د کابل ښار له لسمو، یوولسمو او دولسمو ټولګیو څخه او په ولایتونو کې په د لسمو او یوولسمو ټولګيو او په ولسوالیو کې به د لسم ټولګي له زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شي. په څلورم کال کې به د کابل ښار پوهنې ریاست په شمول د ټولو ولایتونو په ښارونو کې د لسمو، یوولسمو او دوولسمو ټولګیو ازموینې واخیستل شي.»
حمزه زیاتوي چې په ولسوالیو کې به په لسم او یوولسم ټولګیو باندې هم دا پروګرام پلی شي.
ده وړاندې وویل، د معیاري، متمرکزې او یو شان ازموینې په پنځم کال کې به دا پروګرام په ټولو ولایتونو کې د لیسې د دورې په ټولو برخو کې په بشپړ ډول پلی شي.
په کابل کې د دې پروګرام د پیل په ویاړ یوه غونډه هم جوړه شوی وه چې په کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین مولوي عبدالخالق صادق د پروګرام د اهدافو په اړه خبرې وکړې.
صادق د معیاري ازموینو د پیل هرکلې وکړ او علم او پوهه یې د نړۍ او آخرت د بریا بنسټ وباله.
صادق ټینګار وکړ چې معیاري زده کړې د ټولنې د پرمختګ بنسټ جوړوي او دوی د زده کړو معیاري کولو ته ژمن دي.
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین مولوي عبدالخالق صادق وايي: « تعلیم هغه تعلیم بهتر دی چې ښه کیفیت ولري او معیاري وي. د همدې لپاره د پوهنې وزارت دا درک کړې چې باید د خپلو زده کوونکو لپاره معیاري تعلیم غوره کړي.
د پوهنې وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د معیاري ازموینې لپاره د پوښتنو یو بانک جوړ شوی چې د ازموینو په لوی ریاست کې یې ساتنه کیږي.
د معیاري، متمرکزی او یو شان ازموینې اخستو دا لړۍ داسې مهال پیل شوه چې په ښوونځیو کې د غیر معیاري زده کړو په اړه له څو لسیزو راهیسې شکایتونه موجود دي. دا چې دا پروګرام به ترکومه د زده کړو معیاري کولو کې رغنده رول ولوبوي، د دې پروګرام د پلي کولو څرنګوالي سره تړاو لري او ځواب به یې راتلونکي کې څرګند شي.