شاوخوا دوې میاشتې مخکې پاکستان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانې شخړې له راپورته کېدو سره سم چې د دواړو خواو ترمنځ د وسله والو نښتو سبب هم شوې، له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.
د دې لارو له تړل کېدو وروسته، د دواړو خواو ترمنځ سوداګري په ټپه ودرېده او له امله یې په تېرو دوو میاشتو کې دواړو هېوادونو ته سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت زیان ورسېد.
په داسې حال کې چې پاکستاني سوداګرو په احتجاجي ناستو کې وراوښتو زیانونو ته په کتو، له حکومت د دې لارو د خلاصولو غوښتنه کړې، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار خبریالانو ته ویلي، د ملګرو ملتونو د دې غوښتنې په اړه به چې د بشري او لومړنیو موادو لپاره دې له افغانستان سره لارې خلاصې شي، د پوځ له مشر او لومړي وزیر سره تر مشورو وروسته خپله پریکړه اعلان کړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي: « ملګرو ملتونو تېره ورځ له موږ وغوښتل چې افغانستان ته د بشري مرستو او لومړنیو موادو لېږدولو اجازه ورکړو. زه به د موضوع په اړه له لومړي وزیر او د پاکستان د پوځ له مشر سره مشورې وکړم. ما د دې ستونزې په اړه د پوځ له مشر سر مشوره کړې او له لومړي وزیر سره به تر مشورې وروسته چې اوس مهال په لندن کې دی، تر سبا پورې خپله پریکړه اعلان کړم. په نهایت کې موږ غواړو په دې اړه یوه مثبه پریکړه وکړو.»
که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندنو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو د یادو لارو د تړلو ساتلو لپاره د اسلام اباد د پریکړې په غبرګون کې یې له پاکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي.
اسلامي امارت له ټولو افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې د خپلې سوداګرۍ لپاره دې بدیلې لارې او بازارونه پیدا کړي.
په همدې حال کې افغان څارونکي وايي، پاکستان تل له افغانستان سره سوداګري او ټرانزیټ د یوې سیاسي حربې په توګه کارولي او دې مسئلې ته په کتو، له پاکستان سره د اپټا تړون باندې له سره غور په کار دی.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « دا ښکاره خبره ده کله چې د توکو فصل تېر شي او پاکستاني تولیدوونکي خپل توکي افغانستان ته راوړي او خلاص شي، بیا هم د ۱۰۵ ځل لپاره همدا کار کوي او لارې بېرته تړي. پام مو وي چې پاکستانیانو ۱۰۴ ځله لارې تړلې دي. زما نظر دا دی چې موږ باید د اپټا پر تړون بیا کتنه وکړو.»
اپټا یا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون چې په ۲۰۱۰ کال نوی شوی، له مخې یی د افغان سوداګرو سوداګریز توکي تر واګې بندر پولې وړل کېږي.
په ورته وخت کې یو شمیر نور کتونکي بیا وايي، پاکستان د لارو د بېرته پرانستلو په اړه دا سلا مشورې د ملګرو ملتونو په غوښتنه نه بلکې د خپلو ګټو له مخې کوي.
له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له پرې کولو وروسته، اسلامي امارت او افغان سوداګرو د بدیلو لارو او بازارونو موندلو په برخه کې مهمې بریاوی ترلاسه کړې دي او د سیمې هېوادونو او سوداګرو له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراخولو په برخه کې خپله لېوالتیا هم څرګنده کړې. په ورته وخت کې له ځینو هېوادونو لکه هندوستان او ازبېکستان سره په دې برخه کې عملي ګامونه هم پورته شوي دي.