د اسلام اباد په ارجنټاین پارک کې یو شمېر مېشت افغان کډوال د شپې ناوخته د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي او ناڅرګند ځای ته وړل شوي دي.
پر خواله رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې یوه افغان ښځینه کډواله د پولیسو له خوا وهل شوې او پرمخ یې د وهلو نښې ښکاري.
وهل شوې افغان کډواله رسنیو ته وايي: « د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده او پاکستاني پولیسو راته تندې ځکه پړسولې چې دلته مې د پناه اخستلو ګناه کړې ده.»
په سیمه کې یو شمېرافغان کډوالو بیا وايي، د ارجنټاین پارک په سیمه کې شاوخوا دوه سوه افغان کورنیو له څو میاشتو راهیسې تر کېږدیو لاندې ژوند کاوه.
دوی زیاته کړې، د شپې شاوخوا یوه بجه وه چې پاکستاني پولیسو پرې چاپه وهلې او له کوم توپیر پرته یې واړه، زاړه، ښځې او ماشومان تر وهلو لاندې نیولي دي.
د دوی په وینا، له وهلو ټکولو وروسته پولیسو بسونو ته ور پورته کړي او لنډمهاله کمپونو ته یې لېږدولي دي، ترڅو یې افغانستان ته واړوي.
پاکستان مېشت افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « افغان مهاجرین په ډېرو سیمو کې له زیات تشویش سره مخ دي، کاروبارونه یې پرځېدلي او د ژوند چارې یې په ټپه ولاړې دي. د تېر په څېر، په پنجاب کې اوس هم افغان مهاجرین نیول کېږي، زندانونو ته اچول کېږي او بیا افغانستان ته لېږل کېږي.»
له بل لوري، د کډوالو د حقوقو فعالان بیا د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت وروستي اقدامات د کډوالو لپاره د نړیوالو کنوانسیونو په خلاف بولي او له افغان حکومت غواړي چې د ډېپلوماټیکو لارو دې دا مسئله تعقیب کړي.
د کډوالو مدافع علی رضا کریمي وايي: « د افغان کډوالو په یوه مېشت پارک د پاکستاني ځواکونو په چاپه کې ګڼ مهاجرین نیول شوي، وهل شوي او کمپونو ته لېږدل شوي دي. دا اقدام نا عادلانه او له ټولو بشري حقونو سره په ټکر کې دی.»
د کډوالو د حقونو مدافع ګلاجان بهادري وايي: « په دې اړه د کډوالو نړیوال سازمانونه او په ځانګړې توګه د کډوالو عالي کمېشنري مکلف دي چې د افغان کډوالو له حقونو او انساني کرامت څخه سرغړوونکي په جدي توګه تر پوښتنو لاندې ونیسي. د دا ډول غیر اصولي او غیر انساني کړنو د مخنیوي لپاره باید عملي ګامونه پورته کړي.»
ځینې افغانان چې دا هرڅه یې په خپلو سترګو لیدلي، وايي چې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو په کورونو د چاپو وهلو پرمهال ټول انساني کرامات تر پښو لاندې کوي.
د دوی په وینا، پاکستاني چارواکي ورته دومره وخت هم نه ورکوي چې خپل لوازم راټول کړي. په ځینو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د چاپو وهلو پر مهال د افغان کډوالو بدني تلاشی هم اخیستل شوې او له جیبونو یې پیسې ایستل شوې دي.
د بشري حقونو څارونکي په داسې حال کې چې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو دا اقدامات شرموونکي بولي، پر وړاندې یې د نړیوالو ادارو چوپتیا هم د حیرانتیا وړ بولي.