د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، په افغانستان کې له کلونو ځنډ وروسته د لویو پانګه اچونو او له نورو هېوادونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې زياتېدو لپاره پراخه زمینه برابره شوې ده.
نورالدین عزیزي د ويون(WION) په نوم له يوه هندي ټلوېزيون سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او بهرني پانګه وال کولی شي له فرصت په ګټه اخیستنې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي تېره اوونۍ په یوه پنځه ورځني سفر هند ته تللی و او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر سربېره یې د سوداګرۍ په چارو کې د هند د دولت له وزیر، یو شمیر نورو چارواکو او له هندي پانګوالو سره خبرې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي: « په افغانستان کې له۵۰ کلونو راهیسې ستونزې وې، جګړې وې او ثبات نه و. اوس دا ټولې ستونزې حل شوې دي. موږ د هند پر لویو کمپنیو، پانګوالو او سوداګرو غږ کوو چې افغانستان ته راشي او په کانونو، کرنې او صنعت سکټور کې کار یا پانګونه وکړي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز ویلي، هڅې روانې دي چې له هندي لوري سره هم په هوایي او ځمکنيو لارو، بانکي خدماتو او افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې شته ستونزې حل شي.
د عزيزي په خبره، د دې ستونزو حل کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړې: « له هندي چارواکو سره مو د هوایي او ځمکنیو لارو او بانکي خدماتو په ستونزو خبرې کړې دي. که له هند سره مو واړ واړه مسایل یا ستونزې حل نه شي، نو لویو موخو ته نه شو رسېدلی. خو الحمدالله موږ له هندي چارواکو سره پر دې ټولو مسایلو خبرې او بحثونه وکړل چې حل به شي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، اوس مهال افغانستان له ټولو هېوادونو سره پرانېستې لارې لري او نور اړ نه دی چې د یوه هېواد له خوا لارې تړل کېدل پرې منفي اغېز کړي.
د چارو څارونکي بیا د افغانستان سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره له هند سره مثبتې اړیکې اړینې بولي او وایي، هند تل له افغانستان سره ښه ملګرتیا ساتلې.
د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « هندوستان یو ډېر پیاوړی اقتصادي هېواد دی، همدارنګه د درمل جوړولو په برخه کې هم مخکښ دی، د زېربناوو او تعلیم په برخه کې هندوستان یو داسې هېواد دی چې کولی شي له افغانستان سره ډېرې مرستې وکړي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي همدارنګه ویلي، له هندي لوري سره یې د هغو افغان سوداګرو په اړه هم خبرې کړې چې په هند کې له کلونو راهیسې کاروبار لري او له یو شمېر ستونزو سره مخ وو.
بله خوا، ځينې نور شنونکي د هند اقتصاد ته په کتو داسې انګېري چې له افغانستان سره به يې همکارۍ په اقتصادي وده کې مثبت اغېز ولري.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « دا چې افغانستان په وچه پورې تړلی هېواد دی، نو هرڅومره چې موږ بدیلې لارې ډېرې ولرو، زموږ په ګټه دي. هندوستان د افغانستان سټراټیژیک تجارتي ملګری ګڼل کېږي او په ټوله کې زموږ ۵۰ سلنه کرنیز توکي هند ته صادرېږي، نو له دې هېواد سره د ښو اقتصادي او سیاسي اړیکو لرل د افغانستان په ګټه دي.»
له پاکستان سره د افغانستان له سوداګریز پرېکون وروسته، د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکو د بدیلو لارو موندلو لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي. هند ته د افغان چارواکو سفر هم د دغو هڅو په اډانه کې ترسره شو.