د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانې شخړې د هواري په موخه د قطر او ترکیې د هڅو له پاتې راتلو وروسته ایران، روسیه او سعودي عربستان د منځګړیتوب له ورته وړاندیز سره غواړی میدان ته راوځي.
خو د پاکستان پوځي رژیم بیا مخکې له دې چې د سعودي عربستان له خوا د کابل او ا سلام اباد ترمنځ د روانې شخړې هواري لپاره د منځګړیتوب وړاندیز ته کوم ځواب ووایی، د پاکستان پوځ د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند مات او د افغانستان په خاوره کې دننه یې بمبارۍ وکړې. له دې سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ اختلافات لا زیات شول.
د ایران له خوا د منځګړیتوب وړاندیز ترڅنګ روسیې هم ویلي چې که کابل او اسلام اباد ترې غوښتنه وکړي، نو د شخړې د حل لپاره به هڅه وکړي.
که څه هم د کابل او اسلام اباد ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د سیمې یو شمیر هېوادونه لا هم هڅه کوي، خو د کتونکو نیوکه داده چې په دې برخه کې د سیمې هېوادونو انفرادي هڅې سبب شوې دي چې د منځګړیتوب اقدامات بې پایلې شي.
د کتونکو په اند، دا هېوادونه باید یو ځای په ګډه کار وکړي، ترڅو موجوده اختلافاتو ته حل لاره وموندل شي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « له بده مرغه هم سیمه او هم نړۍ په خپلو بېلابېلو تضادونو کې ښکېل دي. د مثال په توګه، که روسیه غواړي رانږدې شي، امریکا مداخله کوي؛ ټرمپ له دې وړاندې هم ویلي چې کولی شي د افغانستان او پاکستان موضوع په ډېرې اسانۍ سره حل کړي. امریکا دېته هم ګوري چې پاکستان ترې څه غواړي او پاکستان بیا خوښ دي چې امریکا ته ځان ثابت کړي او ورته وايي چې کولی شي د دوی پروژې عملي کړي.»
بله خوا، د نظر خاوندان وايي چې پاکستان په دې برخه کې خپلواک نه دی او په خپل سر پرېکړه نه شي کولی بلکې د خبرو او مذاکراتو پرمهال د هڅوونکي جهت امر او لارښوونې ته په تمه وي.
دوی امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر پرله پسې سفرونو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، ښايي اسلاماباد له کابل سره د اختلافاتو پرمهال د واشنګټن پلانونه عملي کوي.
د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی وايي: « دا یوه ډېره پېچلي ستونزه ده او په اسانۍ ورته د حل لاره نه شي پیدا کېدای؛ ځکه چې پاکستان خپلواکي نه لري بلکې د امریکا د امر تابع دي. دوی له امریکا د افغانستان د نا امن کولو پروژه اخیستې، ترڅو امریکا ته د بګرام اډه ترلاسه کړي. نو په دې اساس، دې کشالې ته د حل نږدې لارې موندل، ناشوني ښکاري.»
د چارو شنوونکي دغه راز وايي، که چېرې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجوده اختلافات زياتېږي، د ملګرو ملتونو او سیمهییزو سازمانونو په څېر نفوذ لرونکي هېوادونه باید د قضیې حل ته را وړاندې شي.
د پوهنتون استاد فیضمحمد ځلاند وايي: « ښه به دا وي چې دا ستونزه د ملګرو ملتونو له خوا په حقوقي چوکاټ کې هواره شي. موږ نه یوازې د ډيورنډ فرضي کرښې دعوه لرو بلکې سمندر ته د لار لرلو قانوني حق هم لرو. د دې دواړو حقونو ترلاسه کولو لپاره اړتیا ده چې موږ خپله قضیه ملګرو ملتونو ته یوسو.»
دا په داسې حا کې ده چې د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د اختلافاتو حل په موخه د قطر او ترکیې درې پړاوه مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، اوس ایران، روسیې او سعودي عربستان د منځکړیتوب خبره کړې.