د نومبر۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي له نړیوالې ورځې سره برابره ده. هر کال دا ورځ د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړولو، د قربانیانو د ملاتړ او د تاوتریخوالي د ټولو بڼو پای ته رسولو په موخه نمانځل کېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې(یواېن وومن) د دې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ښځو د لاسنیوي او ملاتړ غوښتنه کړې.
افغانستان لپاره د دې ادارې استازې سوزان فېرګوسن ویلي، سږ کال به په دې هېواد کې د ښځو له لوري پرمخ وړل کېدونکو بنسټونه د خپلې بودیجې پنځمه برخه له لاسه ورکړي. د نوموړې په خبره، له همدې امله د اقتصادي پیاوړتیا اړوند پروژو د عملي کېدو چارې ټکنۍ شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي: « د ښځو په مشرۍ بنسټونو لپاره د مرستو کمېدو د دوی د فعالیت وړتیا کمه کړې. دې چارې ملګري ملتونه او شریک بنسټونه په دې کې پاتې راوستي چې خورا زیانمنو ښځو او نجونو ته خدمات ورسوي. روان کال په افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا اړوند هغو بنسټونو چې د ښځو له لوري پرمخ وړل کېږي، د خپلې بودیجې پنځمه برخه هم له لاسه ورکړې. د بودیجې کموالي ملګري ملتونه اړ کړې چې د لومړنۍ او رواني پاملرنې په ګډون د بېړنیو مرستو او ژوند ژغورونکو خدمتونو ډېرې برخې وتړي او یا یې کچه راکمه کړي. نړیواله ټولنه باید له ښځو سره د اړینو مرستو ټولې لارې چارې پرانستې وساتي.»
یادې ادارې همدا راز د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي لوړولو لپاره د قومي مشرانو فعالانه ونډه هم مهمه بللې.
د امر باالمعروف او نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي او د هغوی حقونو خوندیتوب په موخه د خپلو هڅو خبر ورکوي.
د یاد وزارت مسوولان وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د میراث، کورني تاوتریخوالي او جبري نکاح په ګډون د ښځو اړوند شاوخوا ۳زره دوسیو ته رسېدنه کړې.
د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر او شکايتونو اورېدلو وزات وياند سيفالاسلام خيبر وايي: « زموږ د وزارت مسوولینو د روان هجري لمریز کال په لومړیو دوو ربعو کې د هېواد په کچه د مېرمنو د حقونو اړوند ۳ زره ۴۱۳ بېلابېلې قضیې حل کړې دي. په دغو قضیو کې ۱۳۵ ښځې د میراث له حقونو برخمنې شوې، ۱۵ سوه ۴۵ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورل شوې او له ۸۳۳ اجباري یا غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی شوی.»
د ښځو حقونو یو شمېر مدافعانې بیا په لوی لاس له خپلو حقه حقونو د محرومېدو لامل د خلکو پوهاوي کچې کموالی او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې په ځينو مواردو کې تنګ نظري بولي. دوی په دې برخه کې د عامه پوهاوي لوړولو لپاره د قومي مشرانو او دیني عالمانو رول مهم ګڼي.
د ښځو حقونو مدافع صفیه وردګ وايي: « سره له دې چې په قرآنکریم کې زده کړه پر نرانو او ښځو فرض ګرځول شوې، خو موږ نه شو کولی زده کړې وکړو. زموږ په ټولنه کې ډېرې نجونې په بې خبرۍ او کم عمر کې په نکاح او بدو کې ورکول کېږي. له حکومت، علماوو او قومي مخورو غوښتنه لرو چې دغې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.»
دیني عالمان بیا وایي، ښځې د اسلامي شریعت اړوند ځانګړي حقونه لري او ترې بې برخې کول یې فردي نظريه ده چې په خبره یې، باید په کلکه ترې ډډه وشي.
دیني عالم مفتي عبدالاحد خاکسار وايي: « زموږ په ټولنه کې ښځه ملامته او نارینه په حق ګڼل کېږي، خو دا یو لوی نقصان دی. که په لارو کوم هلک نجلۍ پسې غږ وکړي، هلک ته هېڅوک څه نه وايي، خو د نجلۍ نوم بدېږي. زموږ خلکو ته د ښځو حقونه نه دي معلوم.»
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي نړیواله ورځ په ۱۹۹۹زېږدیز کال د ملګرو ملتونو له لوري په رسمي ډول اعلان شوه. دا ورځ د ډومینیکن جمهوریت د هغو میرابال درېیو خوېندو په یاد نمانځل کېږي چې د یوې دیکتاتورۍ پر وړاندې د مبارزې سمبول دي.