د خوست ګربزو ولسوالۍ اړوند فرضي کرښې ته څېرمه د جګ مغلګي سیمه کې یو کورد سې شنبې په شپه ۱۲بجې د پاکستان پوځي رژیم تر هوایي برید لاندې راغلی او له امله۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي چې له ډلې يې ۹ ماشومان او یوه ښځه ده.
ځايي اوسېدونکي دا ډول بریدونه له ټولو نړیوالو او ګاونډیټوب اصولو سرغړونه بولي او د ورته برید او غچ اخیستلو غوښتنه کوي.
د قرباني شوې کورنۍ غړی شریعت خان وايي: « د شپې په ۱۱ بجو زموږ په کور برید وشو. په دې برید کې لس تنه زموږ د کورنۍ غړي شهیدان شوي، یوازې یوه ښځه او یو ماشوم ژوندي پاتې دي.»
قومي مشر میر ادم خان وايي: « دا برید د برداشت کولو نه دی او زموږ له زغم څخه وتلی دی.»
ځايي اوسېدونکی ساجد الرحمن وايي: « په دې کور کې یوازې دوه تنه پاتې دي، نور ټول په حق رسېدلي.»
اخوا یو شمېر نور ځایي اوسېدونکي وايي، د پاکستان پوځي رژیم تل په افغان خاوره کې ولسي وګړي په نښه کړي.
دوی په دې تړاو له افغان حکومت او نړيوالو بشري بنسټونو څخه د پاکستان پوځي رژیم خلاف د سخت ځواب او غبرګون غوښتنه کوي، ترڅو په افغان خاوره دا ډول تېریو ته د پای ټکی کېښودل شي.
ځایي اوسېدونکی ملنګی وايي: « دا یوه ورځ او یو ځل دی چې له موږ سره دا ډول ظلم کېږي.»
ځايي اوسېدونکی اقبال وايي: « د پاکستاني رژيم د ظلمونو لومړی ځل نه دی، له نړۍ غوښتنه کوو چې د دې مخنیوی وکړي.»
ځايي اوسېدونکی اشرف وايي: « پاکستان ته باید ځواب ورکړل شي، باید د دې ډول تېریو مخه یې ونیول شي.»
دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان د هوايي او ځمکني حریم پر نقض سربېره، ملکي وګړي په نښه کوي بلکې له دې وړاندې یې هم تېره میاشت پکتیکا کې د هوايي برید له لارې د دې ولایت د کرېکټ سیمه ییز لوبغاړي شهیدان کړل.