Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تېرې درې میاشتې کندهار کې ۳۰ زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

تېرې درې میاشتې کندهار کې ۳۰ زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/26

د غصب مخنیوي کمیسیون مسوولین وایي، د کندهار په ښار او ولسوالیو کې یې  زرګونه جریبه ځمکه له غصب راګرځولې ده.
د مسوولینو په خبره، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰ زره جرېبه دولتي ځمکه له غاصبینو خلاصه شوې او په وینا یې، لا یې هم دا چاره دوام لري.

د دوی په وینا، یادې ځمکې به له غصب څخه تر خلاصون وروسته د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو او دغه راز صنعتي ښارګوټو جوړولو او ورته نورو چارو لپاره وکارول شي.

کندهار کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غړی مولوی عبدالمتین سعید وايي: « په هر ولایت یې کې تخنیکي پلاوی شته او د ټول هېواد په کچه بیا کمیسیون موجود دی. په دغو ځمکو کې د راستنېدونکو لپاره ښارګوټي جوړېږي، صنعتي پارکونه جوړېږي، همدارنګه مستحقو کسانو او معلمینو ته ورکول کېږي، اداري ساحات په جوړېږي. په ټولیزه توګه دا ځمکې د عامه ګټو لپاره کارول کېږي.»

په ورته مهال، د کندهار اوسېدونکي هم د غصب د مخنیوي کمیسیون یاد ګام ګټور بولي او زیاتوي چې پر راستنو شویو کډوالو او ناخبره  خلکو دې د دغو ځمکو له پلورلو څخه مخنیوی وشي.

دوی له خلکو غواړي چې د هر ډول املاکو او جایدادونو د رانیولو پرمهال دې خپل ملکیت تثبیت کړي او وروسته دې یې وپېري.

د کندهار دامان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عمر وايي: « دا ښه خبره ده چې ځمکې له غصب څخه راخلاصې شي. په دې ځمکو باید د مهاجرو لپاره ځایونه جوړ شي.»

د کندهار اوسېدونکی محمدالله وايي: « له غصبه د ځمکو راګرځول ډېر ښه کار دی، دا باید هغو کسانو ته ورکړل شي چې ځمکې او کور نه لري. همدارنګه په دې ځمکو کې ښوونځي، مدرسې او کلینیکونه جوړ شي.»

د کندهار اوسېدونکی عبدالغفار فاروقي وايي: « څوک چې ځمکې رانیسې، باید لومړی ښه معلومات وکړي او په ډاګه کړي چې دا ځمکې شخصي ده که حکومتي. همدارنګه د ځمکو پلورونکي هم نه باید په خلکو د بل چا یا حکومت ځمکه خرڅه کړي، دا غلط کار دی.»

د یادونې وړ ده چې تردې مخکي هم د غصب مخنیوي کمیسیون له خوا را ګرځولو شویو ځمکو زیاته برخه د صنعتي پارکونو او کډوالو لپاره د ښارګوټو او ټرانسپورټي ترمینلونو جوړولو لپاره ورکړل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist