روان لمریز د ټرافیکي پېښو له اړخه د کندهار ښار او ولسوالیو اوسېدونکو لپاره له دې امله هم ښه نه و چې د دې کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۶۷ ټرافیکي پېښې ثبت شوې دي.
د کندهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په دغو پېښو کې ۲۹ تنه مړه او ۲۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار امنیه قوماندانی ویاند ملا اسدالله جمشېد وايي: « د کندهار امنیه قوماندانۍ اړوند د ټرافیکو مدیریت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۶۷ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي. په دغو پېښو کې ۲۹ تنه شهیدان او ۲۱۱ تنه ژوبل شوي دي. ټولټال ۲۴۰ تنه د دغو پېښو له امله ټپیان او قرباني شوي دي.»
د کندهار د ټرافیکو مدیریت مسوولین د دې پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د ټرافیکي اصولو نه مراعتول ګڼي.
دوی له موټر چلوونکو غواړي چې ټرافیکي قوانین رعایت کړي، ترڅو د ورته پېښو مخنیوی وشي.
د کندهار ټرافیکو مدیر مولوي خیال محمد غاور وایي: « د دې ټولو پېښو لامل احتیاط نه کول او د وسایطو ډېر ګرندی تګ دی. په ځانګړي توګه زموږ ځوانان ډېره بې احتیاطي کوي. زه له ټولو والدینو غوښتنه کوم چې تنکیو ځوانانو او ماشومانو ته نقلیه وسایط په لاس مه ورکوئ. ولس او ټرافیک باید دواړه د پېښو کمولو په برخه کې همکاري وکړي.»
بله خوا، یو شمېر موټر چلوونکي او د کندهار اوسېدونکي هم د خلکو بې احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه پاملرنه د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي مهم عوامل بولي.
دوی له مسوولینو د سړکونو د نظم او د موټر چلولو جواز برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.
موټر چلوونکی نصیراحمد وايي: « د ټرافیکي پېښو یو لامل هم په لویو موټرو کې لایزر څراغونه دي.»
د کندهار اوسېدونکی احمد خالد وايي: « خلک او موټر چلوونکي ټرافیکي اصول نه مراعات کوي او بله دا چې دا لایزري څراغونه هم د ډېرو پېښو سبب دي.»
د کندهار اوسېدونکی محمد کبیر وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې خلک او چلوونکي ټول ټرافیکي قوانین رعایت کړي.»
په ښار کې د ګڼه ګوڼې زیاتوالی، د سړکونو تنګوالی، د خلکو او موټرچلوونکو له خوا د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول، په کندهار کې د ټرافیکي پېښو زیاتېدو لاملونه ګڼل کېږي.