Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د زعفران ګل لسم پړاو نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د زعفران ګل لسم پړاو نندارتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/25

هرات کې د زعفران ګل مېلې لسم پړاو نندارتون پرانېستل شو. د دې نندارتون په ۷۲ غرفو کې د زعفرانو حاصلات د درېیو ورځو لپاره نندارې ته اېښودل شوي.

زعفران کاران وایي، روان کال کې د وچکالۍ له امله په افغانستان کې د زعفرانو حاصلات د تېر کال پرتله ۱۰ تر ۱۵سلنو کم شوي.

د افغانستان د زعفرانو ټولنې رییس محمد ابراهیم عادل وايي: « تېر کال مو ۴۰ ټنه زعفران لرل، خو سږ کال له ۱۵ تر۲۰ فیصدو کمښت لرو مګر بیا هم له ټولو ولسوالو او د زعفران کارانو له ټولنو څخه زموږ رسمي معلومات ښيي چې سږ به هم له ۴۰ ټنو پورته زعفران ولرو. د دې لامل دی چې د زعفرانو تر کښت لاندې ساحه ډېره شوې.» 

د زعفرانو کروندګر نعمت الله وايي: « هغه ستونزه چې کروندګر او زعفران کاران ورسره مخامخ دي، د زعفرانو اړوند ځمکه ده. سږ کال کروندګر بریالي نه شول چې له خپلو ځمکو د تمې وړ حاصل ترلاسه کړي. د دې کار لامل اقلیمي ستونزې دي.»

په ورته مهال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین د زعفران کارانو د ملاتړ او بهر ته د زعفرانو د صادراتو زمینې برابرولو ډاډ ورکوي.

د دوی په خبره، سږ کال په هېواد کې د زعفرانو کښت کچه له ۹ زرو هکټارو څخه ۱۲ زره هکټارو ته لوړه شوې او په پام کې ده چې۴۰ ټنه زعفران ترې ترلاسه شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ معین صدراعظم عثماني وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د دې اتحادیې د ملاتړ او همدارنګه د بزګرانو او صادروونکو ټولنو د ملاتړ ډاډ ورکوي.»

بله خوا، د هرات ځایي چارواکي د اقلیمي بدلونونو او وچکالیو له امله د اوبو کمښت د کرنې راتلونکي لپاره د اندېښنې وړ بولي او له کروندګرو غواړي چې د اوبو سپمولو هڅې وکړې.

هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: « که زموږ کروندګر له دغو اقلیمي شرایطو سره ځان برابر نه کړي، زیان کوي او خپلې ځمکې به له لاسه ورکړي. که دا خبره نه منی، نو د فراه ولایت له خلکو پوښتنه وکړئ. هلته هر کال خلک د وچکالیو له امله له خپلو کلیو او کورونو کډه کوي.»

هرات د افغانستان ۹۰ سلنه زعفران تولیدوي او د رسمي شمېرو له مخې، شاوخوا ۴۰ زره کسان په دې ولایت کې د زعفراڼو پر کرکیله بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist