د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یواېنډيپي) تازه راپور چې هېواد ته د کډوالو بېرته راستنېدنې اغېزې په کې ارزول شوې دي ښيي چې په تېرو شاوخوا درېیو کالو کې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته د ۲.۳ میلیونه کډوالو راستنېدلو، افغاني ټولنه د بیارغونې له درکه له فشار سره مخ کړې.
راپور د شاوخوا ۴۹ زره افغان کورنیو چې په کې ۱ زر ۵۰۰ تنو بېرته راستنې شوې کورنۍ هم شاملې دي، له سروې وروسته ترتیب شوی او ښيي چې ډېری دغه کورنۍ په هغو سیمو کې مېشت شوې دي چې تر دې وړاندې هم له فقر او بېوزلۍ سره مخ وې.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام استازی سټېفن رودریګز وايي: « نننۍ غونډه د هغو بنسټونو پر لا پیاوړتیا تمرکز لري چې موږ رامنځته کړي. همداراز د دې پېژندل هم مهم دي چې زموږ کار په جلا او په بې اړیکو ساحو کې نه شي ترسره کېدای. نړۍ په ساده تور او سپین بڼه نه ده وېشل شوې؛ دا د بېلابېلو رنګونو نړۍ ده. بحرانونه په منظم او سم ډول نه رامنځته کیږي او انسانان یې هم په جلا ډولونو نه تجربه کوي.»
راپور ښيي چې هېواد ته په بېرته راستنو شویو کورنیو کې یو پر درې برخه راستانه شوي خپل ورځنی ژوند د پور په اخیستو او یا هم د کور د وسایلو پر پلورلو تېروي.
په ورته مهال، د کډوالۍ نړیوال سازمان استازې وايي، وروستیو اقلیمي بدلونو او زلزلو په افغانستان کې د کډوالۍ او بې ځایه کېدو خطر لا زيات کړی.
په افغانستان کې د کډوالۍ نړیوال سازمان استازې ټیا وايي: « د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان موندنې ښيي چې پنځه میلیون افغانان چې د ټول نفوس لس سلنه جوړوي، د اقلیمي زیانونو له کبله اغېزمن شوي. بل پلو، اقلیمي پېښو څلور سوه افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي. له دې سره، څنګه چې تاسو هم واورېدل، په سوېلي او شمالي سیمو کې وروستیو زلزلو په افغانستان کې د کډوالو او بيځایه کېدو بحران لا پسې ژور او د ټولنې پر اوږو بار لا دروند کړ.»
بل پلو، افغانستان کې د جاپان شارژدافیر له افغانانو او په تېره بیا له کډوالو سره د مرستو کمښت له امله اندېښنه ښيي او له کبله یې د موجوده ستونزو د حل په موخه د نړیوالو مرستو او د سټراټیژیکو او اغېزناکو لارو چارو رامنځته کېدا غوښتنه کوي.
افغانستان کې د جاپان شارژدافیر کنیچي ماساموتو وايي: « په وروستیو کلونو کې هېوادونو خپل لومړیتوبونه په افغانستان کې بدل کړي دي؛ له همدې کبله موږ په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې د مرستو له کمښت سره مخ یو. موږ اړ یو څو د دې ستونزې د حل لپاره په سټراټیژیکو او اغېزناکو لارو چارو غور وکړو. جاپان په دې باور دی چې د دغو هڅو له لارې کولی شو د ګډوالو بحران په فرصت بدل کړو، چېرې چې بېرته راستنېدونکي کولی شي د خپلو مهارتونو له لارې د افغانستان په اقتصادي وده کې مرسته وکړي، نه دا چې پر لنډمهاله بشري مرستو متکي وي.»
له دې سره، اروپايي اتحادیه له افغانانو او په تېره بیا له افغان کډوالو سره د دې ټولنې د مرستې او په افغانستان کې د لاښکېلتیا د دوام خبر ورکوي.
افغانستان کې د اروپايي ټولنې د همکارۍ برخې مشر اریک بیوم ویلي: « د اروپايي ټولنې په ګډون ټول مرسته رسوونکي بنسټونه چې دا مهال په افغانستان کې ښکېل دي، دایمي او اوږدمهاله حل لارې د خپلو لومړیتوبونو په سر کې راوستې دي. دا د اروپايي ټولنې لپاره اړینه موضوع ده چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه که څه هم دامهال په افغانستان کې په مستقیم ډول ښکېل نه دي، خو د مرستې او لاسنیوي په برخه کې نېغ په نېغه دخیل دي. اروپايي اتحادیې له کډوالو سره تر دې دمه شاوخوا ۱.۸ میلیارده مرسته کړې چې د دې ټولنې او ۲۷ غړیو هېوادونو د پراخو مرستو ښکارندويي کوي.»
ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د کډوالو د منفي اغېزو پر اړه راپور خپروي چې لا هم په ورځني ډول سلګونه افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان هېواده ته راستنیږي چې ډېری هغه یې له پاکستانه دي او په جبري ډول ایستل کیږي.