بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د متحده عربي اماراتو نوي سفیر سيف محمد الکتبي د خپل باورلیک نسخه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته وړاندې کړه.
له دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو نوي سفیر ته د هرکلي ترڅنګ په نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د اړیکو د پراختیا فرصتونه موجود دي او باید ترې ګټه پورته شي.
خبرپاڼه زیاتوي: « مولوي امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو لا پراختیا او افغانانو ته د اماراتو ویزو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کول مهم وبلل.»
همدارنګه، د باورلیک سپارلو په دې ناسته کې د متحده عربي اماراتو نوي سفیر هم ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به په سوداګرۍ او ټرانزيټي برخو کې کار وکړي.
سيف محمد الکتبي د خپل هېواد او افغانستان اړیکې تاریخي بللې او ژمنه یې کړې چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې به پر نوو پروژو کار وکړي او افغان سوداګرو ته به د اماراتو د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هم هڅې وکړي.