Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین او تاجيکستان په افغانستان کې د ګډ کار کولو په تړاو خبرې کړې

چین او تاجيکستان په افغانستان کې د ګډ کار کولو په تړاو خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/24

که څه هم په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې چین له افغانستان سره په عادي ډول اړیکې پاللې دي او د دواړو لوریو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې همکارۍ هم شته دي، خو دا لومړی ځل دی چې تاجیکستان هم ورته تګلاره خپلول غواړي.

همدا تېره اوونۍ کابل ته د تاجیکستان یوه ګڼ کسیزه پلاوي سفر وکړ او له افغان چارواکو سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو رامنځته کولو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

له دې سفر وروسته دا دی د تاجیکستان بهرنیو چارو وزیر له خپل چینايي سیال سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سولې د ټینګښت او بیارغونې برخو کې په ګډه د کارکولو پر څرنګوالي خبرې کړې.

چیني رسنیو په یوه راپور کې ویلي: « دواړو خواوو د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په تړاو هم خبرې وکړې. د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي افغانستان د چین او تاجیکستان ګډ ګاونډی یاد کړ او زیاته یې کړه چې چین به له تاجیکستان سره په ګډه په دې هېواد کې د سولې، ثبات او بیارغونې په برخه کې کار وکړي.»

د منځنۍ اسیا هېوادونو کې تاجیکستان یوازنی هېواد و چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې له افغانستان سره  اړیکې نورماله نه وې.

تاجیکستان ان په لومړي سر کې د اسلامي امارت مخالفینو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه ورکړې وه، خو اوس داسې ښکاري چې دې مخالفت اوس خپل ځای همکارۍ او د اړیکو نږدې کېدو ته ورکوي.

د دې هېواد ولسمشر امام‌علي رحمان د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې په وروستۍ غونډه کې د اړیکو د ښه کولو په لور لومړنی ګام پورته کړ او له نړیوالو یې وغوښتل چې له افغانانو سره د سولې او ثبات په ټنیګښت کې مرسته وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « پر تاجیکستان د روسیې بهرنیو چارو وزارت له خوا فشار واردېږي، ترڅو له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړي، ځکه چې روسانو د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی. روسان هڅه کوي د افغانستان حالات له جګړه ییز حالت څخه د امن خواته وباسي، ځکه د افغانستان امن د روسیې او سیمې لپاره ګټور دی.»              

د چارو شنونکي افغانستان ته د لوړ پوړي تاجیکستاني پلاوي سفر هم له تاجیکستان سره د اړیکو د ښه کېدو په مانا بولي.

دوی دغه راز چین د افغانستان مهم ګاونډی بولي چې کولی شي د اقتصادي مسایلو او سوداګرۍ په وده او د سیاسي اعتبار په برخه کې مرسته وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « د افغانستان او تاجیکستان د اړیکو په نسبي ښه کېدو ښايي څو عوامل دخیل وي. لومړی دا چې تاجیکستان په دې پوهېدلی چې طالبان یو واقعیت دی او که دوی غواړي له افغانستان تجارت ولري، باید له دوی سره رسمي یا غیر رسمي اړیکې ټینګې کړي. دویم دا چې تاجیکستان ته د ښاغلي پوټین سفر هم ښايي د تاجیکستان پر تفکر اغېز کړی وي.»       

د چین او تاجیکستان بهرنیو چارو وزیران داسې مهال له افغانستان سره د سولې، ثبات او بیارغونې برخو کې د ګډ کار خبر ورکوي چې تېره اوونۍ د تاجیکستان د راغلي پلاوي مشر له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په ناسته کې له افغانستان سره د اړیکو د ودې ډاډ ورکړی و او زیاته کړې یې وه چې دواړه هېوادونه کولی شي په ګڼو برخو کې نږدې همکارۍ ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist