Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات– کندهار پر لویه لار ټرافیکي پېښې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات– کندهار پر لویه لار ټرافیکي پېښې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/24

د هرات – کندهار لویې لارې اوږدو کې د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوه کوچني بس(فلانکوچ) او ۳۰۲ ډوله لوی بس موټرو ترمنځ د ټکر له امله شاوخوا ۱۸ کسانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې.

د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دې پېښه کې ۱۱ تنو ژوند بایللی او ۷ نور ټپیان دي. په مړو شویو کسانو کې دوې ښځې او یو ماشوم هم شامل دي.

د هرات حوزوی روغتون سرطبیب فرهاد افضلي وايي: « سهار وختي د دې حادثې له امله بدبختانه ۱۱ تنه مړي او ۷ تنه هم ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي. د ټپیانو له ډلې هم د یوه کس روغتیايي وضعیت نازک دی.»

هرات کې خلک د ټرافیکي پېښو لوی لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه ګڼي.
په ورته مهال، روغتیا پالان ټینګار کوي چې د موټرو ټکرونو له امله ټپيان بیا پخواني ژوند ته په سختۍ ورګرځي. له همدې امله سپارښتنه کوي چې باید د موټر چلولو پر مهال له احتیاط کار واخلي.
یو تن ډاکټر برکت الله محمدي وايي: « کله چې په دومره ډېر سرعت حادثه کېږي، د تلفاتو کچه یې هم لوړه وي. هغوی هم چې ژوندي پاتې کېږي، تر ډېره معیوبېږي. د ټرافیکي قوانینو په رعایت سره د دغو پېښو مخنیوی کېدای شي.»

د هرات اوسېدونکی جاوېد وايي: « ښار ډېر بېروبار دی او چلوونکي ټرافیکي قوانین په پام کې نه نیسي. له ټرافیکو ریاست غوښتنه کوم چې ګامونه پورته کړي.»

د هرات اوسېدونکی رامین وايي: « باید د موټرو او نورو وسایطو له تېز چلولو مخنیوی وشي، ترڅو پېښې هم کمې شي.»

دا لومړۍ پېښه نه ده چې ډېرو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي. روان کال پر همدې لویه لار ګذرې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د مازدا او۵۸۰ ډول بس موټرو ترمنځ د ټکر په پېښه کې هم شاوخوا ۸۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
تازه د هرات حوزوي روغتون مسوولین هم وایي، هره ورځ ۳۰ تر ۳۵ کسان د ټرافیکي پېښو له امله په ټپي حالت کې دې روغتون ته وروړل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist