خوست چې سږ کال په کې پر۴۰ هکټاره ځمکې ګني کرل شوي، کروندګر یې وایي که د بورې د پروسېس کارخونې ورته جوړې شي، د خپلو اړتیاوو یوه لویه برخه به پوره کړي. د دوی په خبره، د ګنیو کښت د خوست له خاورې سره مناسب دی، خو د پروسېس د مرکزونو نه شتوالي بزګران له ستونزو سره مخ کړي.
د خوست یوتن کروندګر مامور وايي: « که دلته کارخانه جوړه شي، موږ به له خپلو ګنیو بوره ولرو. بیا به له دې خلاص شو چې له پاکستان یا نورو هېوادونو بوره وارده کړو.»
د خوست یوبل کروندګر راوف وايي: « که چېرې دلته د بورې کارخانه جوړه شي، هرڅوک به کوښښ وکړي چې د ګنیو حاصلات نور هم ډېر کړي.»
کروندګر زیاتوي، د ګنیو کښت د سیمې خلکو ته د عاید نوې مګر خورا مهمه سرچینه ده، خو یاده برخه کې د پانګوالو پر همکارۍ هم ټینګار کوي.
کروندګر ثناه ګل خاورې وايي: « له دې ګینو بوره، ګوړه او نور هر ډول خواږه جوړېدای شي، صحي او په ارزانه بیه به پلورل کېږي.»
کروندګر فضل الرحمن وايي: « که داسې کارخانه جوړه شي، هم به دا ګني مصرف شي او هم به خلک مصروف شي. که اوس دا ګني مصرف نه شي، بزګران بل کال د دې کرلو ته مخه نه کوي.»
د خوست کرنې ریاست مسوولین یاده برخه کې د بزګرانو ستونزي مني، خو دا ډاډ هم ورکوي چې غوښتنو ته به يې هم رسېدنه وشي.
د خوست کرنې رییس شېر محمد ذبیح وايي: « د افغانستان بزګران دېټه متوجه شوي چې د خپل کښت لاره بدله کړي. اوس دوی په خپلو ځمکو ګني هم ډېر کري. له دې ګنیو د ګوړې د تولید ډېر امکانات شته. همدارنګه څو کاله وروسته به موږ دومره خام مواد ولرو چې د بورې کارخانې ته هم کار ورکړي.»
خوست کې چې اوسمهال د نورو فصلونو سربېره د ګنیو کر ته هم پاملرنه ډېره شوې، ورسره بزګران هم دې برخه کې د بشپړو امکاناتو پر برابرولو ټینګار کوي.