بشري مرستو ته د عامو افغانانو د اړتيا زياتېدو په اړه د ملګرو ملتونو له پرله پسې راپورونو وروسته، حکومت هم تایيد کړه چې ۲۳ ميليونه افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړمن دي.
له پېښو سره د مبارزې لپاره چمتوالي ملي ادارې چارواکي وايي، بشري مرستونو ته د خلکو اړتيا زياته شوې او له همدې امله ضروري ده چې نړيوال له عامو افغانانو خپلې مرستې ونه سپموي.
د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ملي ادارې ریيس نورالدين ترابي وايي: « په دې لحاظ ویلی شم چې د افغانستان اړمن خلک له ۲۳ میلیونو هم زیات دي. د شفافیت په اړه موږ د افغانستان ټولو خلکو ته اطمینان ورکوو چې زموږ په کارونو کې هم سرعت شته هم شفافیت. کله کله داسې خبرې کېږي چې په یوه ځای کې بډایه خلکو ته مرستې ورکول کېږي، خو بېوزله پاتې وي.»
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په شمول ځينيو نړيوالو سازمانونو ادعا وکړه چې حکومت د دوی له لوري له اړمنو افغانانو سره د شویو مرستو په وېش کې لاسوهنه کوي او له همدې امله يې د مرستو د وېش لړۍ شفافیت نه لري.
خو له پېښو سره د مبارزې لپاره چمتوالي ملي اداره د يادې ادعا په ردولو سربېره ډاډ ورکوي چې د نړيوالو له لوري افغانانو سره کېدونکې بشري مرستې په بشپړه امانتدارۍ اړمنو ته رسیږي.
د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ملي ادارې ریيس نورالدين ترابي وايي: « زموږ اداره د بشري مرستو لپاره ده او له موږ سره خبرې کوئ، باید د بشري مسایلو په اړه وي نه د سیاسي. باید ووایم چې له بده مرغه ځینو کسانو دا مرستې له سیاسي مسایلو سره تړلې دي.»
بله خوا، په همدې پروګرام کې یوه روسیه مېشتي افغان سوداګر له پېښو سره د مبارزې لپاره چمتوالي ملي ادارې ته ۴۰ ټنه مرسته هم وسپاره. په دې مرسته کې زر پارسله اوړه، زر پارسله وریجې او زر پارسله غوړي شامل دي.
د پېښو پر وړاندې مبارزې چمتووالي ملي ادارې ریيس نورالدين ترابي وايي: « سوداګرو د ژمي په را رسېدو سره له ځینو اړمنو هېوادوالو سره زموږ له لارې مرسته کړې. په دې مرسته کې ۱۰۰۰ راشنونه شامل دي چې په کې ۲۵ ټنه اوړه، ۱۰ ټنه وریجې او ۵ ټنه غوړي دي. موږ د دې مرستو مننه کوو.»
له دې مخکې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي ویلي و چې د افغانانو د خوړو امنیت خونديتابه لپاره بېړنۍ او ګډې نړیوالې هڅې ضروري دي. نوموړي ټینګار درلود چې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان لا هم د خوړو له سختې ناامنۍ ځورېږي او د دوامدارې مرستې نه شتوالی د دې وضعیت د لا خرابېدو لامل دی.