په کندهار کې د سوېلي زون په کچه په نشه يي توکو د روږدو کسانو(معتادینو) څلور زره بستریز روغتون څخه له ۳۰۰ زیات کسان له درملنې او د بېلابېلو کسبونو له زده کړې وروسته فارغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د یاد روغتون مسوولین وایي، دغو کسانو ته د درېیو میاشتو په اوږدو کې د خیاطۍ، برېښنا انجینرۍ، سولرانجینرۍ، ساختماني زده کړو، ترکاڼۍ او موټرسایکلونو د جوړولو په برخه کې زده کړې ورکول شوې دي.
د کندهار معتادینو څلور زره بستریز روغتون مشر حافظ عبدالشکور شکېب وايي: « نن چې کوم کسان له حرفوي زده کړو څخه فارغېږي، شمېر یې شاوخوا ۳۰۰ کسان دي چې د درېیو میاشتو په لړ کې فارغ شوي دي. په دغو زده کړو کې خیاطي، نل دواني، تعمیرات، د برېښنا سیسټم او ځینې نور ټولګي شته دي.»
کندهار کې پر نشو روږدي کسان بیا د اسلامي امارت د دې اقدام هرکلی کوي او وایي، تردې مخکي یې ژوند ډېر خراب وو او اوس دلته د درملنې ترڅنګ د کسبونو زده کړه هم کوي. د دوی په اند، له دې وروسته به له همدې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
د نشه يي توکو له کارولو رغېدلی هدایت الله وايي: « ما دلته درې میاشتې وخت تېر کړ او د نل غځولو له ټولګي فارغ شوم. زه اوس کولی شم په دې برخه کې کار وکړم.»
یو بل روغ شوی بشیر احمد وايي: « زه د ودانیو له برېښنا غځولو ټولګي فارغ شوم. دا زده کړه به ډېره زما په درد ولګي، ځکه د نشه يي توکو کارول د بېکارۍ له امله وو.»
روغ شوی معتاد باسط وايي: « زه له ټولو فارغو شویو کسانو غواړم چې نور له نشه يي توکو او په دغو توکو له روږدو کسانو څخه لرې وساتي.»
په ورته مهال، د کندهار امنیه قومندانۍ مسوولین وایي، د نشه یي توکو د پلورونکو او روږدو کسانو د راټولولو پر وړاندې یې په چټکۍ سره مبارزه روانه کړې او پرمهال یې لسکونه کسان نیول شوي دي.
د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند مولوي اسد الله جمشید وايي: « د نشه يي توکو د هر ډول کاروبار په اړه که دا د نشه يي توکو کښت دی، که کارونه او قاچاق، د ټولو پر وړاندې چټکه مبارزه پیل شوې او په دې تړاو مو ګڼ شمېر پلوروونکي او لېږدوونکي نیولي دي.»
کندهار کې د معتادینو په یاد ۴زره بستریز روغتون کې د کندهار، هلمند، زابل، اروزګان، نیمروز او فراه ولایتونو په نشه يي توکو روږدي یا معتاد کسان ساتل کېږي چې دا مهال یې شمېر۲ زره تنو ته رسېدلی.