د افغان پانګوالو په خبره، هغه څه چې تر دې وړاندې له پاکستان څخه افغانستان ته وارېدېدل، اوس مهال ډېره برخه په هېواد کې دننه تولیدېږي او له پاکستان څخه د واردولو اړتیا یې نه لیدل کیږي.
دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې د سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې، برېښنا او ځمکې دې په واک کې ورکړي.
پانګوال شاه محمد فراهي وايي: « که څه هم موږ له پاکستان سره ګاونډیان یو، خو دا مهال د افغانستان اړتیاوې په کور دننه پوره کېدای شي. که هغوی موږ ته اړتیا نه لري، د افغانستان خلک هم ورته اړمن نه دي. زموږ لاس اوس ټولې نړۍ ته رسېږي.»
پانګوال سکندرعباسي وايي: « له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې موږ برېښنا او ځمکو په اړه ستونزې لرو. ما په هرات صنعتي ښارګوټي کې د ۱۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې وه، خو لا هم نه ده اجراء شوې.»
همدارنګه، پانګوال باور لري چې د کورنيو تولیداتو وده به د هېواد اقتصادي خپلواکي نوره هم پياوړې کړي.
له بلې خوا، ښځینه پانګوالې هم په دې باور دي چې د افغان مېرمنو مهارتونه د هېواد د تولیدي ودې اصلي بنسټ جوړوي او د همدې لیدلوري له مخې یې د ښه کیفیت لرونکي توکي بازار ته وړاندې کړي دي.
صنعتکاره مرسل نوابي وايي: « ما په ۱۰ افغانیو لیف اوبدلې، له همدې ځایه مې پيل وکړ، خو اوس څلور کاله کېږي چې کارګاه او شاګردان لرم.»
په ورته مهال، د صنعت او معادنو خونې چارواکي وايي، له پاکستان سره له کلونو راهیسې سوداګري لري، خو پاکستان په لوي لاس د دواړو غاړو سوداګرو ته ستونزې جوړوي.
د دوی په خبره، هغه اړتیا چې پاکستان يي افغانستان ته لري، افغانستان یې پاکستان ته نه لري.
دوی دغه راز زیاتوي، افغان پانګوال توانېدلي چې د پاکستاني توکو۷۰ سلنه اړتیا په کور دننه پوره کړي.
د صنایعو او معادنو خونې مرستیال عبدالمتین قلندري وايي: « د پاکستان په اړه باید ووایم چې اوس موږ ۷۰ سلنه ځان بسیاینې ته رسېدلي یو؛ دوه درې قلمه توکي موږ له پاکستان څخه واردات لرو چې هغه به هم انشاالله بدیل ورته پيدا کړو.»
د افغانستان د تولیدي توکو د نندارتون موخه د کورنیو صنایعو ملاتړ، د افغان تولیدونکو هڅول او د ملي محصولاتو لپاره د بازار موندنې نوې لارې پرانیستل دي.
په دې نندارتون کې د مختلفو ولایتونو تولیدي فابریکو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي، ترڅو وښيي چې افغانستان ورځ تر بلې پر ځان بسیاینې خوا ته روان دی او د بهرنیو وارداتو اړتیا په کمېدو ده.