د بهرنيو چارو وزير له سفر وروسته دا دويم جګ پوړی حکومتي پلاوی دی چې د صنعت او سوداګرۍ وزير په مشرۍ هند ته سفر کوي، خو دا ځل د بحثونو محراق د سیاسي مسایلو په ځای اقتصادي او سوداګریز مسایل وي.
د ياد وزارت مسوولان وايي، دا تازه سفر د سوداګرۍ په برخه کې د يوه مهم ګام په توګه ارزول کېږي او په لړ کې به يې نورالدين عزيزي له هندي چارواکو سره د سوداګرۍ پراختيا او ټرانزېټ لپاره د چابهار بندر پر فعالولو او ترې په غوره ګټه اخیستنې خبرې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجاري اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل کېږي او ټاکل شوې پایلې د اړیکو په ښه کېدو، تجارت او د ټرانزیټي لارو د پراختیا په برخه کې مهم رول ولري.»
د صنعت او سوداګرۍ وزیر داسې مهال نوي ډیلي ته رسېدلی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د بل هر وخت په پرتله زیاتې ترینګلې شوې دي. د دې ترينګلتيا له پيل تر دې دمه، پاکستان له افغانستان سره سوداګريزې لارې تړلې دي او بلاخره يې افغانستان ورسره د سوداګرۍ محدودولو په اړه پرېکړې ته اړ کړ.
شنونکي هم هند د پاکستان ښه بديل او دې هېواد ته د عزيزي سفر له اقتصادي انحصاره د افغانستان ايستلو لپاره غوره ګام ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی صادق حميدزوی وايي: « د افغانستان هغه امتیاز چې شته او باید ترې برخمن وي، هغه د اتصال ټکی دی، داسې چې کولی شي ټول ګاونډيان له یوبل سره ونښلوي. هند ته د سوداګرۍ وزیر د سفر موخه هم د همدې اړیکو او اتصال یوه کړۍ ده.»
ځينې نور شنونکي هم په دې باور دي چې هند ته د نورالدين عزيزي سفر کولی شي د سوداګرۍ پراختيا لپاره په سيمهييزه کچه د حکومتي هڅو له تحقق سره مرسته وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی اسماعيل ځدراڼ وايي: « هند ته د افغانستان و صنعت او سوداګرۍ وزیر سفر ډېر مهم او اقتصادي سفر دی. دا سفر باید د اقتصادي انزوا د ماتولو او دغه راز د سیمه ییزو اړیکو پراخولو په برخه کې اغېزناک ثابت شي.»
له دې وړاندې ايران هم ويلي و چې افغان سوداګرو په کابل کې له ايراني سوداګرو سره په ګڼو برخو کې قرادادونه لاسليک کړې او په دې قرادادونو سره دا احتمال شته چې د کابل او تهران ترمنځ سوداګري له اوسنۍ کچې نور هم زياته شي.