د پکتیا ډنډ پټان او اریوب ځاځيو ولسوالیو کې له هغو سلګونه بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو وېش بهیر پیل شو چې پر فرضي کرښه د پاکستاني پوځي رژیم له خوا په عامو خلکو د ړندو بمباریو او بریدونو له وېرې یې خپلې مېنې پرې اېښې وې.
د ځایي اوسېدونکو په خبره، کرښه کې د خراب وضعیت او پاکستاني لورې له خوا د جګړو پرمهال د عامو خلکو پر کورونو بمباریو دېته اړ کړي چې خپل کلي پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.
د جګړو له امله بې ځایه شوی ظابط خان وايي: « دا څووم ځل دی چې موږ له سرحدي سیمو څخه د جګړو له امله کډه کېږو. دا کار موږ ته ډېر تکلیف راکوي، زموږ کورونه، مالونه او فصلونه له منځه ځي.»
یو بل بېځایه شوی امیر محمد وايي: « کله چې د پاکستان له خوا جګړه شي، موږ د ډنډ پټان خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو. له دې امله زموږ خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوړي.»
بېځایه شوی ملک غازي خان وايي: « داسې خلک شته چې اوس هم د سړک په سر په یوه موټر کې ژوند تېروي. دا خو یوه یا څو ورځې نه دي، باید غم یې وخوړل شي.»
په ورته مهال، ځایي مسوولین هم مني چې د پاکستان پوځي رژیم د جګړې په مهال د عامو خلکو کورونه په نښه کړي.
دوی زیاتوي، د زیانمنو شویو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې د سوېل ختيځ زون د افغاني سرې میاشتې په مرسته یې هغو شاوخوا ۶۰۰ کورنیو ته د سره صلیب له لوري د نغدو پیسو وېش بهیر پیل کړی چې د بې ځایه کېدو له امله ستونزو سره مخ دي.
د افغاني سرې میاشتې سوېل ختیځ زون مشر سيد منهاج الدين هاشمي وايي: « دا سیمه ډېره یخه ده، که چېرې کوم ډونر چمتو شي چې دغو خلکو ته داسې خوندي ځایونه جوړ کړي چې له کوټو او خېمو څخه ډېر خوندیتوب ولري، لکه ټونلونه وهل، ترڅو خلک په کې خوندي شي، دا به ډېره ښه وي.»
شاوخوا میاشت وړاندې هغه مهال چې د افغان دفاعي ځواکونو او پاکستاني پوځي رژیم ترمنځ په فرضي کرښه د جګړو له امله په سوېل ختیځو ولایتونو کې د پاکستاني لوري له خوا د عامو خلکو کورونه په نښه شول او له امله یې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه وا وښتل، په سلګونه کورنۍ اړې شوې چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته کډه شي.