هرات کې د خوراکي توکو د تولید له ډېرېدو سره له بهر څخه د ورته او مشابه توکو واردات کم شوي.
په دې ولایت کې د خوراکي توکو تولیدونکو او واردونکو ټولنې مسوولین وایي، اوسمهال هرات ولایت کې یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د توکو واردولو په ځای په کور دننه د خوراکي توکو تولید ته مخه کړې او ورسره دا مهال د هرات صنعتي ښارګوټي کې د تولیدي فابریکو له لارې د هېواد شاوخوا۷۰ سلنه اړتیاوې پوره کېږي.
د هرات خوراکي توکو تولیدوونکو او واردوونکو ټولنې رییس محمد کبیر اکبرزاده وايي: « یوازې هرات ولایت کې زموږ د خوراکي توکو تولیدوونکي شرکتونه تر ۲۵۰ پورې رسېږي. په دې هره یوه شرکت کې له ۲۰۰ تر ۱۵۰۰ تنو پورې کار کوي. په ټولیزه توګه ویلی شم چې دا مهال د هرات خوراکي توکو په تولید کې تر ۲۵ زرو پورې خلک په کار بوخت دي.»
په همدې حال کې، یو شمېر صنعتکاران لا هم ټینګار کوي چې که مسوولې ادارې ورسره همکاري ډېره کړي، په یاده برخه کې به د هېواد ټولې اړتیاوې له داخلي تولیداتو پوره کړي.
صنعتکار سید آقا فرزان وايي: « زموږ د فعالیتونو دایره نه یوازې افغانستان پورې محدوده نه ده بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم صادرات لرو. له نېکه مرغه بهرنیو هېوادونو کې ښه مشتریان لرو او زموږ څښاک توکي په ګاونډ او نړۍ کې ښه مارکېټ لري.»
صنعتکار ادریس میرزاده وايي: « د خوراکي توکو د تولید په برخه کې ټول افغانستان تر پوښښ لاندې لرو او تمه لرو چې ډېر ژر بشپړې ځان بسیاینې ته ورسېږو.»
صنعتکار عزیزالله نادم زاده وايي: « موږ هره ورځ د ګوارا په نوم لس ټنه کوچ تولیدوو. دا مهال زموږ نوي ماشینونه د نصب کېدو په حال کې دي او تمه لرو چې دا تولید تر ۶۰ ټنو پورې ورسوو. همدارنګه ټاکل شوې تر راتلونکو ۲۰ ورځو د خوراکي غوړیو تولید هم پيل کړو.»
بله خوا، د هرات ځایي مسوولین له صنعتکارانو او سوداګرو د ملاتړ ډاډ ورکوي او له پانګوالو غواړي چې هېواد کې د پانګونې لپاره رامنځته شویو فرصتونو څخه ګټه واخلي.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په هرات ولایت کې له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ پورې د خوراکي توکو تولیدي فابریکې فعالیت لري چې په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له ۲۰ زرو ډېر کسان کار کوي.