Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شانګهای سازمان ناسته کې د سیمې پراقتصادي او امنیتي وضیعت خبرې شوې

د شانګهای سازمان ناسته کې د سیمې پراقتصادي او امنیتي وضیعت خبرې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

د شانګهای همکاریو سازمان ۲۴مه ناسته د روسیې په پلازمېنه مسکو کې له دوو ورځو بحثونو وروسته، پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو او استازو د سیمې امنیت په تړاو د اندېښنو شریکولو ترڅنګ، د خپلمنځي اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر زياتولو ټینګار کړی.

په دط ناسته کې د چین، روسیې، قطر، هند، بېلا روس، قزاقستان، قرغېزستان، تاجیکستان، ازبېکستان، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو مشرانو او استازو ګډون درلود.

تحلیلوونکي وايي، شانګهای سازمان په سیمه کې مهم رول لري او له همدې امله باید د اقتصادي او امنیتي پرمختګونو په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي.

د دوی په باور، د سیمې هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ کولی شي د سیمې ثبات په بشپړه توګه تامين کړي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « دوی د سیمې د تاوتریخوالي او نا امنۍ په اړه او دغه راز د سیمې د اقتصادي راکره وکړې او د سیمې د ټیکار او پرمختګ اړوند مهم بحثونه کوي. کلنۍ غونډو کې تر ډېره د سیمې پر ثبات خبرې کېږي.»

ځینې نور شنونکي په دې باور دي چې دا سازمان د سیمې مهمو او زبرځواکو هېوادونو له لوري رامنځته شوی او باید اجازه ورنه کړي چې نور هېوادونه په سیمه کې ناامنیو او بې ثباتیو ته لمن ووهي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د شانګهای سازمان یو له اهدافو څخه همدا دی چې په دې سیمه کې امنیت ټینګ کړي، سیمه ییزو او بهرنیو هېوادونو ته اجازه ور نه کړي چې دلته سیاسي او اقتصادي بې ثباتي رامنځته کړي. په دې ډول حالاتو کې باید یاد سازمان او د هغه رهبري کوونکي هېوادونه لاس په کار شي او د سیمې امنیت ونیسي.»

خو د افغانستان په اړه د شانګهای سازمان پرېکړې له دې امله بې اغېزې ګڼل کېږي چې افغانستان له پیل نه تردې دمه په کې څارونکی دی او بشپړ غړيتوب يې نه لري. شنونکی وايي، د شانګهای همکاریو سازمان محوري هېوادونو ته په کار ده چې افغانستان د دې سازمان د مهم غړي په توګه ومني.

د سياسي چاروشنونکی نجیب‌الله جامع وايي: « افغانان د دې سازمان پر اهمیت، اغېزو او وړتیاوو باور لري، خو مهمه دا ده چې تر هغو افغانستان د دې سازمان غړیتوب ونه لري او په پرېکړو کې یې ښکېل نه شي، دا به ډېره سخته وي چې پرېکړې او موخې یې د افغانستان په برخه کې پلې شي.»

د شانګهای همکاریو سازمان ۲۴مه ناسته چې د روانې نومبر میاشتې په ۱۷مه په مسکو کې پیل شوې وه، د همدې میاشتې په ۱۸مه پای ته ورسېده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي
افغانستان

پښتین: د پاکستان پوځ تېر کال پر خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو له ۳۰۰ زیات بریدونه کړي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist