د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر کابل ته د تاجیکستان له راغلي پلاوي سره پر يو لړ ګډو مسايلو خبرې کړې.
په دې خبرو کې د سرحدونو، قومو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري ډاډ ورکړی چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو پاللو په هڅه کې دی او د همدې هڅو په لړ کې کابل او دوشنبې د اړيکو پراخولو لپاره ګډ ګامونه هم اوچت کړي دي.
د چارواکو په خبره، له تاجیکستان سره د اړيکو پراختيا له دې امله مهمه ده چې د منځنۍ اسيا يوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې یې له سياسي بدلون راهيسې د اړيکو له پلوه لرې پاتې شوی.
بله خوا، تاجیکستاني پلاوي هیله ښودلې چې دواړه هېوادونه به د تفاهم له لارې د ګډې پولې په اوږدو کې شته ستونزې حل کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند تسلیمالله حقاني وايي: « ښاغلي نوري زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي د نړۍ له ټولو هیوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې ولري. همدارنګه مقابل لوري وویل، افغانستان او تاجیکستان ژبنیز، دیني او ګډ مشترکات لري او د دواړو هېوادونو ولسونه د امن غوښتونکي دي. د تاجیکستاني پلاوي مشر دغه راز وویل، تاجیکستان او افغانستان به په ګډه د سرحد په اوږدو کې شته ستونزې د تفاهم له مخې حل کړي او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.»
ټاکل شوې د تاجیکستان پلاوی د افغانستان د استخباراتو له عمومي رییس او دغه راز له رییسالوزرا سره هم د کابل او دوشنبې پر ګډو مسايلو خبرې وکړي.
شنونکي کابل ته د تاجیکستاني پلاوي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا لپاره لوی ګام بولي او ټینګار کوي چې تاجیکستان دې د اړیکو لا پراختيا لپاره په دوشنبې کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته وسپاري.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « موږ په یوه داسې جغرافیه کې موقعیت لرو چې ضرور یې بولو چې له ټولو ګاونډیانو سره نېکې اړیکې ولرو. افغانستان تل هڅه کړې چې له ټولو ګاونډیانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښه او متمدنې اړیکې ولري. زه تمه لرم چې د دې پلاوي په راتګ سره به د افغانستان او تاجیکستان اړیکې نورې هم ښې او له اقتصادي پلوه لا وغوړېږي.»
د کابل او دوشنبې اړیکې له تېرو څو کلونو راهیسې په لوړه کچه کې نه وي؛ ځکه تاجیکستان يې ظاهرا لامل سیاسي او سرحدي ستونزې يادې بللې، خو اوس د دواړو هېوادونو د چارواکو په نوښت دغه اړيکې د ښه کېدو په لور روانې دي.
د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « کابل ته د تاجیکستان د لوړ پوړي دولتي پلاوي سفر د دې مانا لري چې دوی هم غواړي په وضعیت کې ښکېل شي، پر حالاتو له نږدې څارنه ولري او په هغه صورت کې چې موقع یې مساعده شي، خپل رول هم ولوبوي.»
تاجیکستاني پلاوي له دې وړاندې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره هم کتلي او په بېلابېلو برخو او ځانګړې توګه سياسي او اقتصادي برخو کې یې پر همکاریو خبرې کړې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې افغانستان له تاجیکستان سره د ښو اړیکو د پراختیا او ښه ګاونډیتوب په لټه کې دی او دا اړیکې اوس مهال په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي.