د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سید عباس عراقچي سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو ترڅنګ، د سیمهيیز وضعیت او پرمختګونو په اړه ټیلفوني خبرې کړې.
د دې وزارت مسوولین وايي، امیرخان متقي په دې ټیلفوني اړیکه کې د سیمهيیزو همکاریو او ناستو په اړه د اسلامي امارت پر دریځ چې پر سیمهيیز ټيکاوو ولاړ دی، ټينګار کړی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د همکاریو او سیمهییزو غونډو دایرېدو په اړه د افغانستان اسلامي امارت پر دریځ د ټینګار تر څنګ وویل چې د ثبات ساتل او د سیمهییزو همکاریو لا زیات پیاوړي کول د افغانستان لپاره یو مهم لومړیتوب دی.»
له دې سره هم مهاله د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر ویلي، د اوکراین جګړې، په منځني ختیځ او افغانستان کې د روان وضعیت په اړه یې له روسي چارواکو سره خبرې کوې.
نوموړي په مسکو کې خبریالانو ته ویلي، هند د سولې لپاره وروستۍ نړیوالې هڅې ستايي او دې هدف ته د رسېدلو لپاره د ټولو اړخونو ترمنځ د ګډو هڅو ملاتړ کوي.
د هند بهرنیو چارو وزیر جی شنکر زیاته کړې: « هند او روسیه د نړۍ پېچلي وضعیت په اړه خپل نظرونه شریکوي چې په کې د اوکراین جګړه او د منځني ختیځ او افغانستان وضعیت شامل دي.هند د سولې لپاره د وروستیو نړیوالو هڅو هرکلی کوي او هيله لري چې دې موخې ته درسېدو لپاره ټول اړخونه رغنده رول ولوبوي. د جګړو پای ته رسېدل او ثبات د نړیوالې ټولنې په ګټه دي.»
شنونکي د نړۍ ختیځ او لوېدیځ بلاکونو ترمنځ سیاسي ترینګلتیا او ټکر ته په اشارې وايي، لوېدیځ ایتلاف د خپلو ختیځو سیالانو د کمزوري کولو لپاره سیمهيیز ټیکاو ننګوي. د دوی په خبره، اوسمهال چین، روسیه او یو شمېر نور هېوادونه د پیاوړي سیمهيیز ثبات ملاتړ کوي، خو لوېدیځ هېوادونه یې له منځه وړلو په هڅه کې دي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « چین روسیه او هند له پاکستان پرته غواړي چې د خپلو هېوادونو لپاره سوله او امنیت تأمین کړي. د همدې لپاره روسیې ته د هند بهرنیو چارو وزیر تګ په خیر دی. همدارنګه هند په هر ډول حالاتو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړې.»
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « هند، چین، روسیه، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونه او دغه راز عربي هېوادونه غواړي چې یو شرقي بلاک رامنځته کړي. دوی په دې اړه بحثونو کې موندلې چې افغانستان ډېر مهم دی، ځکه له افغانستان پرته د شرقي بلاک جوړېدل نا شوني دي.»
هند او روسیه هغه هېوادونه دي چې د افغانستان له حکومت سره یې ډېپلوماټیکې اړیکې د سفارت کچې ته لوړې کړې دي او د افغانستان اقتصادي ملاتړ لپاره يې له کابل سره داړیکو پرلا پیاوړتیا ټینګار کړی.