کابل کې د امام ابوحنیفه څلورم ملي او نړیوال نندارتون په پرانیستغونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي پاکستان ته په اشاري وايي، افغانستان اوس مهال له شاوخوا۸۰ هېوادونو سره راکړه ورکړه لري او نور هغو هېوادونو ته اړتیا نه لري چې په سوداګرۍ کې ستونزې جوړوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر نورالدین عزیزي وايي: « موږ د نړۍ له ۸۰ هېوادونو سره راکړه ورکړه او صادرات لرو او په دې برخه کې هېڅ ستونزه نه شته. که یوه دروازه زموږ پرمخ تړل کېږي، سلګونه نورې خلاصېږي. موږ ناهیلي نه یو او له هلو ځلو لاس نه اخلو.»
خو له دې وړاندې سوداګرو شکايت درلود چې د پاکستان په بندرونو کې يې له توکو بار کانټينرونه ولاړ دي او بايد پاکستان افغانستان ته د راتګ اجازه ورکړي.
نورالدين عزیزي د دې ترڅنګ د سوداګرۍ لپاره د افغانستان دروازې د ټولو پرمخ خلاصې بولي، له اسلاماباد غواړي چې په کراچۍ بندر کې ایسار شوي ۱۲ زره کانټېنرو ته اجازه ورکړي، ترڅو افغانستان ته انتقال شي.
په ورته مهال، د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، د دې نندارتون له لارې به د ګډونوالو هېوادونو له پانګوالو سره سوداګري نورهم پراخه کړي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري وايي: « په تېرو دوه درېیو کالو کې مو د حکومت په ملاتړ د سړو خونو په جوړولو پيل کړی، په اکثریت ولایتونو کې مو دوه درې جوړې کړې دي او د نورو په جوړولو بوخت یو.»
بله خوا په کابل کې د ایران شارژدافیر وايي، له افغانستان سره د ايران سوداګري د پرمختګ په حال کې ده او د خپل هېواد له ادرسه يې د سوداګرۍ لا پراختيا په برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
په کابل کې د ایران شارژدافیر علی رضا بیکدلي وايي: « د ایران اسلامي جمهوریت به د افغانستان په اقتصادي وده او ثبات کې خپل رول ولوبوي. د ایران خصوصي سکټور او دولت به د ګاونډیتوب د اقتصادي اهدافو ترلاسه کولو له هر وخت ډېر د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ وي.»
په دې وروستيو کې د پاکستان له لوري د سوداګريزو لارو تړل کېدو له امله افغان سوداګر ډېر زيانمن شوي او همدې زيان ته په کتو، چارواکي د هر راز ملاتړ ډاډ ورکوي. دوی له عامو خلکو هم غواړي چې د سوداګرو او صنعتي افغانستان د ملاتړ لپاره دې کورني توکي وکاروي.